د هلمند د ځمکو د غصب مخنیوي تخنیکي کمېټې رییس او ورسره مل پلاوي ګرمسېر ولسوالی ته سفر وکړ 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۳۰ - ۱۴:۱۲
د هلمند د ځمکو د غصب مخنیوي تخنیکي کمېټې رییس او ورسره مل پلاوي ګرمسېر ولسوالی ته سفر وکړ 

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
۲ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د هلمند ولایت د ځمکو د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي کمېټې رییس مولوي نظر محمد صدیقي  په مشرۍ پلاوي، چې په کې د هلمند ولایت دکار او ټولنیزو چارو رییس مولوی رحیم الله مخلص، د امارت د قضایاوو آمر مولوی عبدالقهار عاصم، د ځمکو چارو آمریت د کډسټر مدیر عبدالباقي خان او د ځمکو چارو آمریت د حفظیې مدیر انجنیر حامد هم شتون درلود ګرمسېر ولسوالی ته سفر وکړ.
د یاد سفر موخه د آمیرالمؤمنین حفظه الله د حکم او ولایت محترم مقام د لارښؤنې له مخې ګرمسېر ولسوالی په مربوطاتو کې د اشخاصو او افرادو لخوا د یوې اندازې ا.م.ارتي ځمکې لیدل،  او همدارنګه په بېلابېلو سیمو کې د ام.ارتي ځمکو تشخیص، تثبیت او ارزونه وه. 
نوموړی پلاوی په پیل کې د میان پشتې  سیمې ته ولاړل او هلته د امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم مطابق د ځنځیري ډراب د بازار ځمکې په اړه چې د اشخاصو او افرادو د شخصي ملکیت ادعا ورباندې موجوده وه له نږدې وکتل او د مساحتي او کدستري نقشو په تطبیق سره یې په اړه هر اړخیز معلومات راټول شول.
ورپسې نوموړی پلاوي د لکي په سیمه کې له یوې اندازې ځمکې څخه لیدنه وکړه، چې د سیمه ییزو خلکو تر منځ پر ام.ارتي ځمکې ادعاوې موجود وې .
ددې ترڅنګ نوموړي پلاوي د خارکو په سیمه کې له هغې ام.ار.تي ځمکې لیدنه وکړه، چې د سیمه ییزو خلکو تر منځ د لارې پر سر ورباندې شخړه وه. 
د هلمند ولایت د تخنیکي پلاوي رییس او ورسره مل پلاوی همدارنګه د هزارجفت  ریګستان سیمې ته ولاړل او هلته یې هم د املاکي او کدستري نقشو په تطبیق سره د ام.ارتي ځمکو پر سر رامنځته شوې ستونزې له نږدې وارزولې او په اړه یې لازم معلوماتونه راټول کړل.
د یادونې وړ ده چې د یاد تر سره  شوي سفر پر مهال راټول شوي معلومات به تر دقیقې ارزونې وروسته د راپور په بڼه ترتیب او وروسته به د هدایت اخیستلو په موخه له عالي مقاماتو سره شریک شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

برداشت ۵.۱۵ میلیون متریک تُن گندم در کشور؛ افزایش ۱۳.۴ درصدی نسبت به سال گذشته

۲۸ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
براساس آمار ریاست احصائیه زراعتی و تنظیم معلومات وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در سال جاری ۵.۱۵ میلیون متریک تُن گندم در سطح کشور برداشت شده است که در مقایسه با سال. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۳۵
Background image

آغاز روند توزیع تخم اصلاح‌شده بذری گندم و کود کیمیاوی برای دهقانان در بدخشان

۲۸ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع تخم اصلاح‌شده بذری گندم و کود کیمیاوی برای دهقانان ولایت بدخشان آغاز گردید. قرار است در چارچوب این برنامه ۶ هزار و ۴۵۰ دهقان در ولسوالی‌های مختلف این ولایت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲۴
Background image

برگزاری سمینار آگاهی‌دهی در مورد جلوگیری از کشت کوکنار و ترویج کشت بدیل در سرپل

۲۸ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت سرپل سمینار آگاهی‌دهی را به‌منظور بلندبردن سطح آگاهی دهقانان در مورد اضرار کشت کوکنار و ترویج کشت نباتات بدیل در ولسوالی سوزمه. . .

BACK TO NEWS