لغمان کې د کرنیزو فعالیتونو په پار پر ٦٠٠ جريبه ځمکه پانګونه وشوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۷ - ۱۰:۵۷
لغمان کې د کرنیزو فعالیتونو په پار پر ٦٠٠ جريبه ځمکه پانګونه وشوه

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هلې ځلې کوی، چې د هېواد په کچه شاړې ځمکې خلکو او شرکتونو ته په اجاره ورکړي، چې دوی پرې پانګونه وکړي او له دې لارې خلکو ته د کاري زمینې برابرولو ترځنګ، د کرنیزو محصولاتو تولید ډېر او د حکومت د عوایدو کچه ورسره لوړ شي.
په همدې موخه د لغمان قرغیو ولسوالی کې ٦٠٠ جریبه دولتي ځمکه د بڼوالۍ، مالدارۍ او کرنيزو فعالیتونو په موخه د اوږد مهال لپاره په اجاره ورکړل شوي دي.

دلغمان کرنې،اوبولګولواومالدارۍ ریاست وايې، چې ددې ولايت دقرغیو ولسوالی اړوند خیروخېلو او عبدالرحیمزی سیمه کې ٦٠٠ جریبه دولتي ځمکه نوښتګرابراهیمي کرنیز شرکت ته د بڼوالۍ، مالدارۍ او کرنیزو فعالیتونو په موخه اوږد مهال لپاره په اجاره ورکړل شوي دي، چې نوموړی شرکت به په دې ځمکه کې یونیم میلونه امریکایي ډالرو پانګونه وکړي.
په همدې موخه په جوړه شویو مراسمو کې دلغمان والي الحاج قاري زین العابدین عابد سر بېره؛ د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت څخه راغلي پلاوي، د ځمکو دقبالو او استملاک رییس مولوي عبدالعلي عمري، د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولواومالدارۍ ریاست او دغصب دمخنیوي تخنیکي پلاوی رییس الحاج مولوي محمدولي محسن، دشرکت مسؤل، د تخنیکي پلاوی غړو او همداراز د بېلابېلو ادارو مسؤولینو گډون کړی وو.
په دې غونډه کې د لغمان دکرنې، اوبولګولواومالدارۍ رییس مولوي محمدولي محسن خبرې وکړې وویل، هڅه کوي چې داسې نور پانګوال راجلب کړي، چې د کلونو کلونو څخه پاتې شاړې دښتې د بڼوالي، او مالدارۍ پروژو په تطبیق سره ابادې کړي.
 هغه زیاته کړه، چې د داسې فعالیتونو په تطبیق سره له یوې خوا د دولت عواید زیاتېږي او له بل اړخه بې روزګاره خلکو ته دکار زمینه برابریږي. 
ښاغلي محسن دخپلو خبرو په لړ کې وویل، چې نوموړی شرکت به د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ برخو کې یونیم میلون امریکایي ډالر پانګونه وکړي، چې ورسره سم به  ٦٠٠ کسانو ته دکار زمینه برابره شي.
 ورپسې د کرنې،اوبولګولواومالدارۍ وزارت د ځمکو دقبالو او استملاک رییس مولوي عبدالعلي عمري وویل، خوښ دی، چې د هېواد دابادۍ او ښیرازۍ لپاره په دې غونډه کې ګدون کوي نوموړي زیاته کړه، چې له دې لارې یې یوازینۍ موخه  ولسونو ته خدمت کول دي. ورته مهال دلغمان والي الحاج قاري زین العابدین عابد دهېواد په نورو پانګوالو غږ وکړ چې په هېواد کې سرتاسري امن فضا خوره ده او له پردیو هېوادونو څخه دې خپلې پانګې راوړي او په هېواد کې دې پانګونه وکړي.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۵:۱۵
Background image

دستاوردهای یک‌ساله وزارت زراعت در برنامه «حکومت در آیینه مطبوعات» بازتاب یافت

۱۱ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
در چارچوب برنامه «حکومت در آیینه مطبوعات» که به مناسبت هفته اقتصاد و خودکفایی در مرکز رسانه‌های حکومت برگزار شد، دستاوردهای یک‌ساله وزارت زراعت، آبیاری و مالداری توسط. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۰:۴۱
Background image

توزیع معاش ماهانه برای بیش از یک‌هزار کارگر پروژه‌های زراعتی و تاب‌آوری غذایی در پنجشیر

۱۱ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پنجشیر خبر داده است که در هماهنگی با این ریاست و با حمایت مالی برنامه جهانی غذا (WFP)، معاش یک‌ماهه بیش از یک‌هزار تن از کارگران. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۰:۳۸
Background image

رئیس زراعت تخار از مدیریت خدمات زراعتی ولسوالی کلفگان بازدید کرد

۱۱ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار، در جریان سفر کاری به ولسوالی کلفگان از مدیریت خدمات زراعتی این ولسوالی بازدید کرده و روند عرضه خدمات. . .

بازگشت به خبرها