د زابل دکرنې ریاست: د ۵۸ میلیونه او ۵۱ زره افغانیو په ارزښت د طبي بوټو تړونونه لاسلیک شول
              ۳۱ غویی ۱۴۰۲ه.ش
۱ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه.ق
دزابل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د ۵۸ میلیونه او ۵۱ زره افغانیو په ارزښت یې ددې ولایت طبي بوټو تړونونه لاسلیک کړي دي.
د زابل دکرنې رییس مولوی عطاءالله راشد وایي، چې د «اوشه، ستغ او راف» طبي بوټو تړونونه یې له درې شرکتونو سره لاسلیک کړي دي.
دښاغلي راشد په خبره د زابل ولایت په کچه د اوشه طبي بوټو تړون یې د بشیر احمد سره په ۴۲۰۱۰۰۰ افغانیو او د زابل په کچه د ستغ طبي بوټو تړون د ۱۳۰۰۰۰۰ افغانیو او د زابل ولایت په کچه د راف طبي بوټو تړون د ۳۵۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت لاسلیک کړي دي.
