ننګرهار کې دکرنې او وترنرۍ انسټیټوټ یوشمېر زده کړیالان وروزل شول
۱۹ غویی ۱۴۰۲ه.ش
۱۹ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه.ق
د ننګرهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ خدمتونو او څارویو روغتیا امریت د وترنرۍ کلینک کې د کرنې او وترنرۍ مسلکي انسټیټوټ ۲۹ تنه زده کړیالانو ته د مجربو وترنر ډاکټرانو لخوا عملي او نظري زده کړه ورکړل شوه.
د چارواکو په خبر ياد عملي او نظري روزنیز پروګرام ۷ ورځې وخت ونيوه، او د پروګرام په پای کې فارغ شوو محصلینو ته تصدیق پاڼې ورکړل شوې.
ددې پروګرام موخه د کرنې او وټرنرۍ انسټیټوټ زده کړیالانو وړتیاوې لوړول دي.
