د ننګرهار کانال څلورم فارم کې د محافظتي پولې جوړولو چارې پیل شوې
د ننګرهار کانال ریاست چارواکي وايي، چې ددې ریاست اړوند څلورم فارم کې د محافظتي پولې جوړولو چارې پیل شوي دي.
د چارواکو په خبره ددې پولې اوږدوالی ۲۵۰۰ متره ده، چې په بشپړېدو سره به یې۱۲۰۰ جریبه ځمکه د سېلابونو له ګواښ او تخریب څخه خوندي شي او ډېر شمېر ځمکه به ورسره جوړه او خړوبه شي.
دا محافظوي پوله د ننګرهارکانال او کرنیز شرکتونه په ګډه جوړوي او د پلان سره سم به پرې کرنیز فصلونه وکرل شي.
