پکتيا کې دڅارویو د روغتیایي خدمتونو  ۵۲ کارکوونکو ته روزنه ورکړل شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۶ - ۱۲:۲۴
پکتيا کې دڅارویو د روغتیایي خدمتونو  ۵۲ کارکوونکو ته روزنه ورکړل شوه

۱۶ وری ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه‍.ق 
د پکتيا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍڅانګې دڅارویو د روغتیایي خدمتونو دوړاندې کوونکو لپاره دغواګانو دمصنوعي القاح اړونده ۵۲ کارکوونکو  ته د خالد تشخیصیه کلینیک له لورې دوه ورځنۍ عملي او نظری روزنیز پروګرام ترسره شو.
 یاد روزنيز پروګرام  کې د پکتيا دکرنې او مالدارۍ رييس  مولوی عبدالروف سعید، د مالدارۍ څانګې آمر، د  مرکز ګردیز او ټولو ولسوالیودڅارویو د روغتیایي خدمتونو کارکوونکو او د خالد حیواني  اوتشخیصیه کلینیک مسؤولینو ګډون کړی وو.
د پروګرام د پیل په مراسمو کې د پکتيا د کرنې، اوبو لګولو او مالداری رييس مولوی عبدالروف سعید د پروګرام ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او  د  یاد پروګرام په اړه يې له ګډونوالوسره  هر اړخیز معلومات شریک کړل او د پروګرام له ګډونوالو څخه غوښتنه وکړه، چې د یاد پروګرام څخه ښه استفاده وکړي،  په عملي سيمه کې ترې ګټه پورته کړي او مالدارۍ سکتور ته پراختیا ورکړئ.
همدارنګه د خالد تشخیصیه کلینیک له لورې نوموړی کارکونکو ته د مالدارۍ کیټونه هم ورکړل شو، چې په یادو کیټونو کی یوه چپنه، یوه جوړه موزې، دست کشې، ګن شیټ،  شیټونه شامل وو.
د پروګرام په پای کې د پکتيا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا د پروګرام ترینرانو ته ستاینلیکونه هم ورکړل شول.

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۳۵
Background image

نظارت از روند پیشرفت کار یک کانال آبیاری ۵۰۰ متری در ولسوالی خاکجبار کابل

۱۲ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری در  ولسوالی خاکجبار ولایت کابل از روند پیشرفت کار یک کانال آبیاری به طول ۵۰۰ متر در این ولسوالی نظارت کردند.
این کانال با هماهنگی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

۱۳ سبزخانه در سیدآباد میدان وردک به بهره‌برداری سپرده شد

۱۲ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
۱۳ سبزخانه در مناطق مختلف ولسوالی سیدآباد ولایت میدان وردک، با همکاری ریاست زراعت، آبیاری و مالداری و حمایت مالی موسسه ان‌سی‌اې، در حضور یک. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

سفر هیئت وزارت زراعت به منظور افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در کندز

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به هدف افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در سطح زون‌ها، هیئت بلندپایه ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت کندز سفر کرد و در همین. . .

بازگشت به خبرها