د لوګر دکرنې رياست برکي برک کې د ځنګلونو پراختيا په پار هڅې ګړندي کړي
۱۶ وری ۱۴۰۲ه.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه.ق
دلوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست چارواکو ددې ولايت برکي برک ولسوالی ته د سفر په ترڅ کې د يادې ولسوالی له فارم او جوړېدونکی د چنارو بڼ څخه ليدنه وکړه.
د دې سفر په لړ کې چارواکو د یادې ولسوالی له فارم څخه لیدنه وکړه او په فارم کې یې د نیال کېنولو پروسه له نږدې وڅارل.
بایدوویل شي، چې په دې فارم کې دری جریبه دچنارو نوی بڼ جوړېږي، چې پکې به۸۰۰۰ قلمه د چنارو نیال وکرل شي چې تری د چاپېریال دښایست اود ځنګلونو د تقویت په موخه کټه اخیستل کېږی.
