د ننګرهار کانال ریاست: د خرما بڼ د عواید غوره سرچینه ده
د ننګرهار کانال ریاست چارواکي وایي، چې ددې ریاست اړوندو ځمکو کې د خرماوو ۴۰ جریبه بڼ څخه په دوو میاشتو کې ۶۷۵ زره افغانۍ عواید تر لاسه کېږي.
د چاراکو په خبره ددې کانال اړوند د خرماو بڼ د حاصلاتو پلور له لارې به د کانال ریاست ته غوره عواید ترلاسه شي.
د خرما بڼ مسوول مدير عبدالقيوم اطرافي وایي: «د ننګرهارکانال شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کظیم په هدایت او پاملرنې مو ددې بڼ د حاصلاتو د ډېر والي په موخه بېلابېل اګروتخنيکي فعاليتونه لکه د حېواني سرې ورکول، قيچي کاري، صفايي، د سکرونو اصلاح کول، نرمکاري، اغزو پاکول او نور روان کړي ».
باید وویل شي، چې د همدې ۴۰ جریبه خرما بڼ څخه تېر کال کابو ۱۸ ټنه خرما ترلاسه شوې وه .
