غزني کې قوریه لرونکو سره ناسته وشوه
۷ کب ۱۴۰۱ه.ش
۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه.ق
د غرني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالمنان اکرام په دې ولایت کې د قریه لرونکو سره ناسته وکړه.
ددې ناستې په ترڅ کې د غزني دکرنې رییس مولوی عبدالمنان اکرام د قوریه لرونکو فعالیتونه وستایل او ویې ویل، چې د غزني دکرنې ریاست تل ستاسو ملاتړ او همکارۍ ته چمتو دی.
ښاغلی اکرم له قوریه لرونکو وغوښتل، چې بزګرانو ته په مناسبه بیه اصلاح شوي نیالګي ورکړي ترڅو د غزني د زرغونتیا په پار یې په خپلو کروندو کې وکري.
په همدې حال کې د قوریه لرونکو ټولنې مشر حاجي صالح محمد وویل، چې نوې کال لپار بېلابېل مېوه لرونکي نیالګي لري، چې پر خلکو او بزګرانو به ووېشل شي.
