د ننګرهار دکرنې او مستوفیت رییسانو د رسنیز کنفرانس له لارې د خپلو کړنو راپور وړاندې کړل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۳ - ۱۴:۲۳
د ننګرهار دکرنې او مستوفیت رییسانو د رسنیز کنفرانس له لارې د خپلو کړنو راپور وړاندې کړل

 د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد او ددې ولایت د مستوفیت رییس مولوي محمد فاروق انصاري پشه يي د کب په دویمه نېټه د اطلاعاتو او کلتور رياست ښوونيز مرکز کې د رسنیز کنفرانس له لارې هېوادوالو ته دخپلو کړنو راپور وړاندې کړل.
د ننګرهار کرنې  رییس مولوي عبدالستار محمد وويل: «د اسلامي امارت موخه د هېواد ودانول او په هېواد کې د چارو سمبالښت په احسنه طریقه اهلو کسانو ته سپارل دي. همدا وجه ده چې د امیرالمؤمنين حفظه الله د حکم په اساس په ټول هېواد کې د غصب شويو ځمکو د تثبيت او بېرته راګرځولو لوی کمېسیون او کمېټې ټاکل شوي، چې په ننګرهار ولايت کې د دې کمېټې د معلوماتو په اساس څه د پاسه څلور لکه جريبه ځمکه د تېر نظام د لوړ پوړو چارواکو له لوري غصب شوې، چې په دې وروستيو کې د غصب کمېسيون له لوري ۵۳۴۲۹ زره جريبه ځمکه تثبيت شوې او په زرګونه جريبه ځمکه چې له غاصبينو خلاصه شوې وه په مختلفو ساحو کې د کرنې رياست له خوا په اجاره ورکړل شوې ده.» 
ښاغلی محمد وویل، چې دغه کمېټه په ټول ننګرهار کې د غصب شويو ځمکو په برخه کې کار کوي، چې په دې لنډه راتلونکې کې به د قاسم آباد ښارګوټی ځمکې له غصبه خلاصې او مستحقينو ته به ورکړل شي. ده وويل په همدې لړۍ کې درونټې ته څېرمه د ننګرهار پوهنتون استادانو ته ۵۹۰ نمرې هم ورکړل شوي. نوموړي د کرنې او مالدارۍ په برخه کې هم معلومات ورکړل ويې ويل: د کرنې او مالدارۍ رياست د اسلامي امارت له فتحې وروسته تر دې دمه له مختلفو ادرسونو له درکه پنځه ويشت ميليونه پنځه سوه نهه نوي زره سپږ سوه شپېته افغانۍ عواید راټول او بانګ ته تحويل شوي دي. همدا راز په ۲۲ولسواليو کې د عشر او زکات له درکه 34692700 افغانۍ راټولې شوي او بانک ته تحويل شوي دي. ده وويل د رياست الوزرا مقام په هدایت د ننګرهار په ۲۲ ولسواليو او مرکز ته د بېکارۍ کچې ټيټولو په خاطر د کار په مقابل کې د غنمو د ورکړې پروژې له پاره 3155 مترک ټنه غنم منظور او تر دې دمه د ښار په شپږو ناحيو او ۲۲ ولسواليو کې په ياده برخه کې کارونه پیل شوي. 
د ننګرهار دکرنې رییس دا هم وويل، چې د ننګرهار په لسو ولسواليو کې په ۲۰۰۰ جريبه ځمکه کې د ميوو بېلابېل بوټي وېشل شوي چې په دې برخه کې ۱۷۰۰ باغدارانو ته د کار زمينه برابره شوې ده. د دې تر څنګ په ۶ ولسواليو کې ۱۵۰ بابه شنې خونې ترميم شوي چې له درکه يې 75000 زره منه روميان او بانجان توليد او بازار ته وړاندې شوی دي. ده وويل چې د ننګرهار ولايت په کامه، کوزکونړ، بټي کوټ، بهسود او غني خېلو کې په 1650 هکتاره ځمکه ګني کرل شوي وو، چې تر دې دمه پورې يې پنځه اويا زره او پنځه اويا ټنه حاصل ورکړی دی. 
مولوی عبدالستار محمد وویل، چې د ننګرهار دکرنې ریاست پلان لري راتلونکی کال په 1200 جريبه ځمکه کې نوي بڼونه هم جوړ کړي.
په کنفرانس کې د ننګرهار ولايت د مستوفیت رییس مولوي محمد فاروق انصاري پشه يي وویل: «د اسلامي امارت له بري وروسته د ننګرهار مستوفيت عوايد د تېرو کلونو په پرتله دوه برابره شوي، چې دا د دې ښکارندويي کوي چې ټول مسايل په شفاف ډول پر مخ ځي او د مستوفیت تر څنګ د ننګرهار په 16 عايداتي ادارو کې ډېر شفافيت رامنځته شوی دی.»
هغه وويل خلک بايد په دې پوه شي دغه ماليات چې له دوی اخیستل کېږي د همدې پیسو څخه د کونډو، رنډو د معاشاتو د ورکړې تر څنګ په عام المنفعه ځايونو باندې هم لګول کېږي. ده وويل اوسمهال په ننګرهار کې 33000 اصناف ثبت شوي وو چې د دې تر څنګ په دې وروستو کې د زرو په شاو خوا کې اصناف نوي ثبت شوي دي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۴:۲۷
Background image

افزایش حاصلات لوبیا در ولسوالی اشکمش، ولایت تخار

۷ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار از افزایش چشمگیر حاصلات لوبیا در ولسوالی اشکمش خبر داد.
مسئولان مدیریت خدمات زراعت و مالداری ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۲:۵۳
Background image

برگزاری جلسه سکتوری زراعت در ریاست زراعت ولایت بغلان

۷ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
جلسه سکتوری زراعت در ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بغلان تحت ریاست مولوی شاه محمود ترابی آمر امور زراعتی، با حضور رؤسا و نمایندگان ادارات دولتی و موسسات همکار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۲:۳۶
Background image

افتتاح پروژه توزیع تخم اصلاح‌شده گندم و کود کیمیاوی در ولسوالی رُخه، ولایت پنجشیر

۷ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
به‌منظور حمایت از سکتور زراعت و بهبود معیشت دهاقین، پروژه توزیع تخم اصلاح‌شده گندم و کودهای کیمیاوی در ولسوالی رُخه ولایت پنجشیر با حضور مقام‌های محلی و دهاقین رسماً. . .

بازگشت به خبرها