د مالدارۍ څېړنې رییس: د بني‌حصارڅېړنیز فارم ملي شتمني ده باید حفاظت یې ووشي 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۳ - ۱۰:۱۰
د مالدارۍ څېړنې رییس: د بني‌حصارڅېړنیز فارم ملي شتمني ده باید حفاظت یې ووشي 

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ څېړنې رییس انجنیر عبدالولي احمدزي په داسې حال کې، چې د حیواني نسلونو د اصلاح آمر انجنیر ذاکر الله حلیمي، د حیواني تغذیې آمر الحاج غلام دستګیر، د حیواني محصولاتو د کیفیت آمر عبدالرحیم میرزاد، د بني‌حصارڅېړنیز فارم عمومي مدیر بنورجان زاهد او ددې فارم کارکوونکي یې ملتیا کوله د کابل ښاروالۍ د اتمې ناحیې رییس مولوی عبدالحی، د ناحیې مالي آمر قاري سمیع الله او د ناحیې انجنیرۍ آمر سره وکتل.
ددې لیدنې په ترڅ کې دکرنې وزارت د مالدارۍ څېړنې رییس انجنیر عبدالولي احمدزی وویل: « د بني‌حصارڅېړنیز فارم یوه ملي شتمني ده، چې اوموږ ټول که هرڅوک او هر وزارت یا ریاست پورې اړه لرو،ددې فارم د حفاظت او ساتنې په پار باید جدي پاملرنه وکړو.»
ښاغلی احمدزی دغه راز د فارم د پاکۍ او نظافت ساتنې په هکله د ښاروالي یادو چارواکو ته وویل، چې د فارم اړونده سیمې او څلور خواوو کې چې کوم کثافات دي باید لري شي او د فارم څلور خواوې باید پاک شي، ترڅو فارم ته د ناروغیو او مکروبونو د لېږد مخه ونیول شي. 
انجنیر عبدالولي احمدزی دغه راز وویل، چې د فارم د حفظ الصحې رعایتولو په پار دې، باید د فارم په سیمه کې ویاله هم پاک او د کلي خلکو ته باید سپارښتنه ووشي، چې د فارم اړوندو سیمو ته خپل کثافات وانچوي.
په همدې حال کې د اتمې ناحیې رییس مولوی عبدالحی په خپلو خبرو کې یاد فارم ملي شتمني وبلله او ژمنه یې وکړه، چې ددې فارم د صفایۍ او پاکوالي په پار به جدي هلې ځلې کوي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۱:۵۰
Background image

بازدید رئیس زراعت از فارم تحقیقات زراعتی پوزه ایشان

۱۹ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی عبدالکریم حذیفه رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بغلان از فارم تحقیقات زراعتی پوزه ایشان  آن ولایت بازدید کرد.
مولوی عبدالکریم «حذیفه» در جریان این بازدید از. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۱:۴۶
Background image

آغاز کار پروژه مهار آب در ولسوالی سپیره خوست

۱۹ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ شوال المکرم ۱۴۴۷ هـ.ق
کار پروژه مهار آب در سه قریه (شنگ، تروه و داندکی) ولسوالی سپیره ولایت خوست، تحت چتر ریاست زراعت، آبیاری و مالداری آغاز گردیده است.
این پروژه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۶
Background image

ایجاد ۲۰ قطعه سبزخانه نمایشی برنج به‌منظور افزایش حاصلات در کندز

۱۹ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ شوال المکرم ۱۴۴۷ هـ.ق
به‌منظور ترویج سیستم‌های نوین زراعتی و افزایش حاصلات برنج، از سوی دفتر «داکار» با هماهنگی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری، بیست قطعه سبزخانه. . .

بازگشت به خبرها