د لوګر دکرنې ریاست ادارې غونډه جوړه شوه
۲۲ سلواغه ۱۴۰۱ه.ش
۲۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه.ق
د لوګر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسؤولینو او ددغه ریاست اداری کارکوونکو تر منځ غونډه تر سره شوه.
دغه غونډه چې د لوګر د کرنې ریاست په مقام کې جوړه شوې وه پکې د یاد ریاست رییس، مولوی سید امین هاشمي سربېره د څلور ګونو آمریتونو آمرینو او اداري کارکوونکو ګډون درلود.
په دې غونډه کې د لوګر دکرنې رییس د یاد ریاست دکرنې رییس د ټولو کارکوونکو له هغو کړنو چې د ولس لپاره یې کړيی دي، وستایلې او تر څنګ یی له کارکوونکو وغوښتل چې خپلو کړنو ته په پوره همغږۍ، صداقت او اخلاص دوام ورکړي.
