د هلمند کرنې ریاست کې میاشتنۍ سکټوري غونډه ترسره شوه 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۲ - ۱۴:۳۳
د هلمند کرنې ریاست کې میاشتنۍ سکټوري غونډه ترسره شوه 

۱۲ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست کې ددې ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس الحاج مولوي عبدالباري شهاب په مشرۍ سکټوري غونډه ترسره شوه،  چې پکې ددې ادارې سره همکارو مؤسسو، د اقتصاد ریاست، کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست، چاپیریال ساتنې ریاست او د نیشه یي توکو پر وړاندې مبارزې مديریت مسؤلینو برخه اخیستې وه. 
د غونډې په پیل کې د هلمند دکرنې رییس مولوی عبدالباري شهاب د اړونده مؤسساتو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه تر څو  ټولې چارې او برنامې د اړوندو چارواکو سره په بشپړه همغږۍ پلي او پروخت خپلې چارې پیل او پای ته ورسوي. همدارنګه دې دستونزو او مشکلاتو پر وخت ددې ریاست له چارواکو سره جریان شریک کړي، تر څو د حل په برخه کې یې لازم اقدامات تر سره شي.
ورپسې د هلمند دکرنې ریاست د پلان او برنامو د همغږۍ عمومي مدیر انجنیر امان الله تسکین ددې ریاست پر روانو چارو او لاسته راوړنو خبرې وکړې ، ددې تر څنګ د غیر دولتي مؤسساتو او انجیوګانو لپاره د نوې منظور شوې کړنلارې پر تطبیق او رعایت یې ټینګار وکړ.
ورپسې په غونډه کې د کرنې سکتور اړوند د ګڼو مؤسسو مسؤلینو د خپلو کړنو راپور وړاندې کړل، تر څنګ یې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل.
په وروستیو کې د چارو لا سمښت او همغږي کېدو په موخه د سکټور اړونده غړیو لخوا نظرونه، غوښتنې او سپارښتنې شریکې شوې.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۰
Background image

پیش‌بینی بیش از ۱۱ هزار تُن حاصلات شفتالو در ننگرهار در سال جاری

۱۳ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ ذی‌القعده ۱۴۴۷ هـ.ق
بر اساس معلومات ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار، پیش‌بینی می‌شود که حاصلات شفتالو در سال جاری در این ولایت به بیش از ۱۱ هزار متریک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۲۲
Background image

توزیع ۹ قلم مواد غذایی تازه برای خانواده‌های نیازمند در جوزجان

۱۳ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت جوزجان با همکاری موسسه دبلیو اچ اچ، ۹ قلم مواد غذایی تازه را برای ۳۰۰ خانواده نیازمند در ولسوالی‌های درزاب و قوش‌تپه توزیع کرد.
مسئو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۵
Background image

توزیع تخم و وسایل زراعتی برای ایجاد باغچه‌های خانگی در زرنج

۱۳ ثور ۱۴۰۵  هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری  با همکاری مؤسسه سازمان کمک‌های بشری (OHA)، برای ۷۵ تن از خانم‌های زراعت‌پیشه به‌منظور ایجاد باغچه‌های خانگی، تخم‌های سبزیجات و وسایل. . .

بازگشت به خبرها