ننګرهار کې یو نیالګی دځان اوبل دافغانستان لپاره ترعنوان لاندې دنیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۸ - ۱۰:۲
ننګرهار کې یو نیالګی دځان اوبل دافغانستان لپاره ترعنوان لاندې دنیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو

د  ننګرهارد  کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست له لورې دنیالګیو کېنولو پسرلنۍ کمپاین د ننګرهار د عید ګاه جومات ته څېرمه د اطلاعات او فرهنګ ریاست اړوند کتابتون په ودانۍ کې د پټې په پرې کولو او نیالګیو په کېنولو سره پیل شو.
دنیالګیو کينولو کمپاین پرانیستي مراسمو کې  دننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریس مولوی عبدالستار محمد سربېره د اطلاعات او فرهنګ، چاپېریال ساتنې، مستوفیت او ملي رادیوتلویزون رییسانو، ځوانانو او د رسنیو مسؤلینو برخه درلوده.
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد وویل چې سږ کال  په ننګرهار کې په مختلفو قوریو کې د هېواد د سرسبزۍ او ښکلا په موخه پنځه میلونه او ۵۰۰ زره  مېوه لرونکي،  بې مېوې او زینتي نیالګي تربیه او وېش ته اماده شوي. 
محمد  زیاته کړه، چې له دې ډلې ۲۶۴ زره مختلف النوعه نیالګي د کرنې ریاست اړوند په دریو روزنځایونو کې روزل شوي،  چي د لایحې او طرزالعمل مطابق به هېوادوالو، دولتي ادارو او عام المنفعه  ځایونو ته د سرسبزۍ او ښکلا په موخه ورکړل شي.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۰
Background image

پیش‌بینی بیش از ۱۱ هزار تُن حاصلات شفتالو در ننگرهار در سال جاری

۱۳ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ ذی‌القعده ۱۴۴۷ هـ.ق
بر اساس معلومات ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار، پیش‌بینی می‌شود که حاصلات شفتالو در سال جاری در این ولایت به بیش از ۱۱ هزار متریک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۲۲
Background image

توزیع ۹ قلم مواد غذایی تازه برای خانواده‌های نیازمند در جوزجان

۱۳ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت جوزجان با همکاری موسسه دبلیو اچ اچ، ۹ قلم مواد غذایی تازه را برای ۳۰۰ خانواده نیازمند در ولسوالی‌های درزاب و قوش‌تپه توزیع کرد.
مسئو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۵
Background image

توزیع تخم و وسایل زراعتی برای ایجاد باغچه‌های خانگی در زرنج

۱۳ ثور ۱۴۰۵  هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری  با همکاری مؤسسه سازمان کمک‌های بشری (OHA)، برای ۷۵ تن از خانم‌های زراعت‌پیشه به‌منظور ایجاد باغچه‌های خانگی، تخم‌های سبزیجات و وسایل. . .

بازگشت به خبرها