د لغمان دکرنې رییس: د ولسونو ستونزو ته پروخت رسېدنه وکړئ

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۴ - ۱۴:۲۱
د لغمان دکرنې رییس: د ولسونو ستونزو ته پروخت رسېدنه وکړئ

۲۴ مرغومې ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۱ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق 
 د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ادارې غونډه ددې ریاست دکرنې رییس الحاج مولوی محمدولي محسن په مشرۍ د یاد ریاست د آمرینو او مدیرانو په شتون کې دائره شوې وه.
په دې غونډه کې د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدراۍ رییس الحاج مولوی محمدولي محسن ګډونوالو ته د وینا پر مهال وویل: «موږ او تاسو ټول دلغمان ولسونو ته دخدماتو د وړاندې کولو لپاره په اړوندو موقفونو ګمارل شوي یو او د اسلامي امارت مشران موږ ته دخدماتو د وړاند کولو په بدل کې معاشونه راکوي. نو لازمه ده چې ولسونو ستونزو ته پر وخت رسیدګي وکړو، که هغه دمالدارانو، کروندګرو او یا اجاره دارانو ستونزې وي او که نورې برخې.»
په ورته مهال ښاغلی محسن د لغمان دکرنې ریاست کارکوونکو ته لارښوونه وکړه چې په چارو کې باید نوښت او ابتکار وشي داسې پلانونه ترتیب شي چې دلغمان دکرنې سکتور دپراختیا  په پار اغېزمن تمام شی.
همداراز د لغمان دکرنې رییس الحاج مولو محمدولي محسن د لغمان دکرنې ریاست کارکوونکو ته سپارښتنه وویل، چې باید دوی دمراجعینو ستونزو ته پروخت رسېدنه، مراجعینو سره ښه سلوک کول، په کارونو کې روڼتیا ته باید پام وکړي او دغه راز امرینو او مدیرانو ته سپارښتنه وکړه، چې دخپلو راتلونکو فعالیتونو پلانونه ترتیب کړي، ترڅو د وزرات سره شریک شي.
په دې غونډه کې دغه راز د لغمان ولایت دکرنې ریاست آمرینو و مدیرانو د خپلو کړنو راپورونه او په سیمو کې د دوی دکار پر وړاندې شته ستونزې د لغمان دکرنې رییس سره شریک کړل.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۰
Background image

پیش‌بینی بیش از ۱۱ هزار تُن حاصلات شفتالو در ننگرهار در سال جاری

۱۳ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ ذی‌القعده ۱۴۴۷ هـ.ق
بر اساس معلومات ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار، پیش‌بینی می‌شود که حاصلات شفتالو در سال جاری در این ولایت به بیش از ۱۱ هزار متریک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۲۲
Background image

توزیع ۹ قلم مواد غذایی تازه برای خانواده‌های نیازمند در جوزجان

۱۳ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت جوزجان با همکاری موسسه دبلیو اچ اچ، ۹ قلم مواد غذایی تازه را برای ۳۰۰ خانواده نیازمند در ولسوالی‌های درزاب و قوش‌تپه توزیع کرد.
مسئو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۵
Background image

توزیع تخم و وسایل زراعتی برای ایجاد باغچه‌های خانگی در زرنج

۱۳ ثور ۱۴۰۵  هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری  با همکاری مؤسسه سازمان کمک‌های بشری (OHA)، برای ۷۵ تن از خانم‌های زراعت‌پیشه به‌منظور ایجاد باغچه‌های خانگی، تخم‌های سبزیجات و وسایل. . .

بازگشت به خبرها