د پکتیا دکرنې ریاست: د ځمکو د غصب د مخنيوي کميټې غړو ورزشي کمپلیکس څخه لیدنه وکړه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۲:۲۵
د پکتیا دکرنې ریاست: د ځمکو د غصب د مخنيوي کميټې غړو ورزشي کمپلیکس څخه لیدنه وکړه

۲۲ مرغومې ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۹ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د ځمکو د غصب د مخنيوي کميټې غړو د پکتیا ولایت مرکز ګردیز اړوند  ورزشي کمپلیکس څخه لیدنه وکړه.
د پکتیا ولایت د غصب د مخنيوي کميټې غړو د  ورزشي کمپلیکس تصروف کوونکو څخه وغوښتل، چې په ياده سیمه کې د غصب شويو ځمکو د حدودو د تثبيت، د غصب کوونکو د معلومولو او د‌ غصب شويو ځمکو د مخنيوي په برخه کې له ټاکل شوې کميټې سره همکاري وکړي.
د یادې کمیټې رییس زیاته کړه، چې د ځمکو د غصب د مخنيوي کميټې غړي به خپلې عملې کړنې د لومړنيو معلوماتو د ترلاسه کولو وروسته ډېر ژر پيل کړي او نور به هیچاته اجازه ورنه کړي، چې په خپل سري ډول هغه سلطاني ځمکې چې د حکومت د شک لاندې وی دوی غصب کړي او که چېرته د چا لخوا دا کار وشو ددې کمیسیون لخوا به  رسمآ د قانون منګولو ته ورپېژندل شي.
د يادولو وړ ده چې د پکتیا ولایت د غصب شويو ځمکو د مخنيوي کميټې غړو له لورې د دې ولایت ورزشي کمپلیکس  GPS  نقطي واخیستل شوې ترڅو معلومه کړي، چې څومره ځمکه د خلکو لخوا تصرف شوې.
همدارنګه  د ځمکو د غصب د مخنيوي کميټې پلاوې لخوا  به په راتلونکي کې د یادې سیمې تصرف کوونکو ته استعلامونه هم ورکړل شي ترڅو استعلامونه ځواب کړي او تر دریو ورځو پورې قضاء ا م ا ر ت ته وسپاري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۲
Background image

توزیع ماشین‌های پشم‌ریسی برای ۴۵۰ زن در ولایت غزنی

۲۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غزنی به همکاری کمیته هالند برای ۴۵۰ تن از زنان در مرکز این ولایت و ولسوالی قره‌باغ ماشین‌های پشم‌ریسی توزیع کرد.
این برنامه به. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

توزیع تخم‌های اصلاح‌شده و کود کیمیاوی به‌منظور ایجاد کشتزارهای نمایشی در ولایت غزنی

۲۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غزنی به‌منظور افزایش حاصلات زراعتی، ترویج استفاده از تخم‌های اصلاح‌شده و گسترش روش‌های معیاری زراعت، برای ۱۸ دهقان در مرکز این. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۲۶
Background image

ایجاد کشتزارهای نمایشی گندم به‌منظور افزایش حاصلات گندم در خوست

۲۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت خوست در چارچوب بودجه انکشافی امارت اسلامی افغانستان و تحت نظارت ریاست غله‌جات وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، کشتزارهای نمایشی گندم. . .

BACK TO NEWS