د لوګر محمدآغې کې یوشمېر بزګران وروزل شول
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د (ROP) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د محمدآغې ولسوالی د دهنو حوزې یوشمېر بزګران روزلي دي.
د چارواکو په خبره په دې روزنیز پروګرام کې بزګرانو ته د ژمني غوړیو سالمه کارونه وښودل شو.
ددې پروګرام موخه د بزګرانو وړتیاوې لوړول او په دې ولسوالی کې د کرنیزو محصولاتو د کچې لوړول دي.
