د هلمند کرنې ریاست کې سکټوري غونډه ترسره شوه

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۴ - ۹:۵۷
د هلمند کرنې ریاست کې سکټوري غونډه ترسره شوه


د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست کې سکټوري غونډه ترسره شوه،  چې پکې ددې ادارې سره همکارو مؤسسو، د اقتصاد ریاست، کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست، چاپیریال ساتنې ریاست او د نیشه یي توکو پر وړاندې مبارزې مديریت مسؤلینو برخه اخیستې وه. 
په پیل کې د هلمند د کرنې ریاست مسؤلینو لخوا خبرې وشوې او یادونه وشوه ، داچې د ا. ا. ا. د نافذه قوانینو له مخې د کرنې اداره مکلفیت لري ترڅو بزګرو، بڼوالو او ځمکوالو ته باکیفیته خدمات عرضه کړي ، نو په دې برخه کې دکرنې ادارې سره همکارو موسساتو او برنامو مسؤلین باید خپل ټول پروګرامونه ددې ادارې سره همغږي کړي ، د پروګرامونو او پروژو انتخاب باید له سیمې  صورت ونیسي او د بزګرو په اړتیاو باید کار وشي .  
ورپسې په غونډه کې د کرنې سکتور اړوند د ګڼو مؤسسو مسؤلینو د خپلو کړنو راپور وړاندې کړل، تر څنګ یې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل.
په وروستیو کې د چارو لا سمښت او همغږي کېدو په موخه د سکټور اړونده غړیو لخوا نظرونه، غوښتنې او سپارښتنې شریکې شوې.

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

کشت توت زمینی در ننگرهار افزایش یافته است؛ پیش‌بینی برداشت ۶۷۰ متریک تُن محصول در سال جاری

۲۲ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ هـ.ق
براساس معلومات کارمندان ترویجی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار، امسال در چهار ولسوالی این ولایت در ۴۰۶ جریب زمین، توت زمینی کشت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۱:۱۱
Background image

آغاز کمپاین نهال‌شانی بهاری در ولسوالی فرزه ولایت کابل 

۲۲ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کابل در  ولسوالی فرزه، کمپاین نهال‌شانی بهاری را تحت عنوان «غرس نهال صدقه جاریه است» با همکاری مؤسسه شلتر فار لایف و با. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

توزیع تخم سبزیجات برای دهاقین در دایکندی

۲۲ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت دایکندی با همکاری یک مؤسسه خیریه بشری، برای شماری از دهاقین در مرکز این ولایت تخم‌های سبزیجات توزیع نمود.
در این روند، برای هر دهقان. . .

بازگشت به خبرها