پکتيا کې پر۶۰۰  بڼوالو کيمياوي سرې ووېشل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۳ - ۹:۴۱
پکتيا کې پر۶۰۰  بڼوالو کيمياوي سرې ووېشل شوې

۱ مرغومې ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۸ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د پکتيا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ‌رياست د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې «FAO» په همکارۍ ددې ولايت د  احمد ابا او سيدکرم ولسواليو پر ۶۰۰ تنو اړمنو بڼوالو سپينه سرې وېشلي دي.
په يادو ګټه اخيستونکو کې۳۰۰ تنه د احمدابا او ۳۰۰  تنه د سيدکرم ولسوالۍ شامل وو، چې هر بزګر ته ۲۵ کيلو ګرامه سپينه سره ورکړل شوه.
د پکتیا ولایت دکرنې ریاست د طبیعي سرچینو آمر ښاغلی مولوي زاهب الله ارسلا وايي چې د يادو سرو له توزیع څخه يې موخه د کرنې په مټ د اړمنو کورنيو د اقتصادي وضعيت ښه والی او د بڼونو د حاصل زياتوالی ده، نوموړي له بزګرانو وغوښتل چې سمه ګټه ترې پورته کړي.
دغه راز  ښاغلی ارسلا بڼوالو ته د ځنګلونو د ګټو او اهميت په اړه د عامه پوهاوي ترڅنګ د ځنګلونو د قطع مخنيوي په برخه کې د امير المومنين فرمان او د وزیرانو شورا پریکړه هم دوی ته وړاندې کړ، او له بڼوالو نه یې غوښتنه وکړه چې د ځنګلو د قطع مخنیوي او ساتنې په برخه کې پوره همکاري وکړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

اشتراک معین زراعت و مالداری در افتتاح و بهره‌برداری سردخانه نور هیواد در کابل

۲۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در مراسم افتتاح و بهره‌برداری سردخانه نور هیواد در منطقه خوشحال‌خان شهر کابل اشتراک کرد.
در. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۲
Background image

توزیع ماشین‌های پشم‌ریسی برای ۴۵۰ زن در ولایت غزنی

۲۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غزنی به همکاری کمیته هالند برای ۴۵۰ تن از زنان در مرکز این ولایت و ولسوالی قره‌باغ ماشین‌های پشم‌ریسی توزیع کرد.
این برنامه به. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

توزیع تخم‌های اصلاح‌شده و کود کیمیاوی به‌منظور ایجاد کشتزارهای نمایشی در ولایت غزنی

۲۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غزنی به‌منظور افزایش حاصلات زراعتی، ترویج استفاده از تخم‌های اصلاح‌شده و گسترش روش‌های معیاری زراعت، برای ۱۸ دهقان در مرکز این. . .

BACK TO NEWS