ارزګان کې د سړوخونو جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي
د ارزګان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت په مرکز ترینکوټ کې د سبو او مېوو د ۱۲ سړوخونو دجوړولو چارې په چټکۍ روانې دي، چې ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
دغه سړې خونې، چې ۶۰ سلنه لګښت یې دکرنې وزارت او ۴۰ سلنه یې برخمن شوي بزګران ورکوي رغنیزې چارې یې ۴۰ سلنه بشپړ شوي دي او پاتې چارې یې هم ډېر ژر بشپړېږي.
ددغو سړوخونو په جوړېدو سره به ددې ولایت د بزګرانو او بڼوالو یوشمېر ستونزې هوارې او د دوی محصولات به د خوساکېدو له ګواښ څخه خوندي او په مناسب وخت کې به بازار ته وړاندې شي، چې له یوې خوا د بازار اړتیا ورسره پوره کېږي او له بلې خوا د بزګرانو اقتصادي پیاوړتیا ته زمینه برابرېږي.
