لغمان کې د غصب مخنیوی د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو په پار هلې ځلې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۹ - ۱۲:۱۹
لغمان کې د غصب مخنیوی د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو په پار هلې ځلې

۱۹  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۶ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوی د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو په پار یې هلې ځلې ګړندي کړي دي.
دلغمان ولایت دکرنې، اوبولګولواومالدارۍ رییس الحاج مولوي محمد ولي محسن دامارتي غصب شووځمکودتثبیت، سروې اودغصب څخه دخلاصون په موخه ددې ولایت د ځمکې غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي په شتون کې خپله اتمه غونډه سره کړه.
د لغمان دکرنې رییس د امارتي ځمکو دتثبیت اوسروې لپاره د امیرالمومنین حفظه الله د ۲۸۹ګڼه فرمان مطابق د بصرام لېسه کې خپلې څېړنې او ارزونې کوي او د ددې ولایت د ټولې اراضۍ لپاره یو پلان ترتیب کړي.
د ځمکې د غصب مخنیو او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي ټیم غړي اړوندو چارواکو ته لارښوونه وکړه چې ددې پلان مطابق ددې ولایت ټوله غصب شوې ځمکې دتثبیت سروې ترسره او غاصبین یې په نښه کړي. 
باید وویل شي، چې لغمان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولایت په کچه د ځمکو د‌ غصب د مخنيوي او د‌ غصب شويو ځمکو د‌ بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

اشتراک معین زراعت و مالداری در افتتاح و بهره‌برداری سردخانه نور هیواد در کابل

۲۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در مراسم افتتاح و بهره‌برداری سردخانه نور هیواد در منطقه خوشحال‌خان شهر کابل اشتراک کرد.
در. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۲
Background image

توزیع ماشین‌های پشم‌ریسی برای ۴۵۰ زن در ولایت غزنی

۲۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غزنی به همکاری کمیته هالند برای ۴۵۰ تن از زنان در مرکز این ولایت و ولسوالی قره‌باغ ماشین‌های پشم‌ریسی توزیع کرد.
این برنامه به. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

توزیع تخم‌های اصلاح‌شده و کود کیمیاوی به‌منظور ایجاد کشتزارهای نمایشی در ولایت غزنی

۲۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غزنی به‌منظور افزایش حاصلات زراعتی، ترویج استفاده از تخم‌های اصلاح‌شده و گسترش روش‌های معیاری زراعت، برای ۱۸ دهقان در مرکز این. . .

BACK TO NEWS