پکتیا: د تېرې ځنګلاتي فارم د هموار کارۍ چارو څخه لیدنه ترسره شوه
۱۴ لېندۍ ۱۴۰۱ه.ش
۱۱ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د طبیعي سرچینو آمر مولوي ذاهب الله ارسلا او ورسره مل تخنیکي ټیم د پکتیا مرکز ګردیز د تېرې فارم د هموار کارۍ چارې له نږدې وڅارلې.
د ښاغلي ارسلا په وینا د یاد ځنګلاتي فارم چارې په چټکۍ سره روانې دي او پاتې نورې کړنې به یې د کاری پلان مطابق په ښه ډول ترسره شي.
ددې لیدنې په ترڅ کې د اړوندو چارواکو له خوا د یاد فارم کارکوونکو ته یو شمېر اړینې لارښوونې هم وشوې.
