د پکتیا ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم غونډه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۹ - ۱۲:۱۰
د پکتیا ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم غونډه

۲۹ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۵ ربیع‌الثاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
 د پکتیا ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم د چارو د پیل لپاره د لازمو پرېکړو نیولو اړوند لومړنۍ غونډه تر سره کړه.
ياده غونډه چې د پکتیا ولایت کرنې ریاست کې دائره شوې وه پکې د پکتیا ولایت دکرنې رییس مولوي عبدالرؤف سعید د تخنیکي ټیم رییس، د پکتیا عدلیې ریاست د امارت د قضایاوو آمر مولوي فضل الرحمن حاتم د تخنیکي ټیم سکرتر او منشي او همدارنګه د یاد تخنیکي ټيم غړو، د پکتیا عدلیې رییس مولوي محمد رییس محمدي، پکتیا ښاروال مولوي شریف الله الهام ، د پکتیا امنیې قومانداني مرستیال مولوي محمد اسحاق ابو سعید، د پکتیا حج اوقافو  رییس مولوي عبدالستار سیرت، پکتیا مستوفي مولوي منصور الحق ذاکر، د کار او ټولنیزو چارو رییس قاري نصرت رحیمي، پکتیا استناف څارنوالی رییس مفتي محمد نظیم غزالي، د ښارجوړونې رییس مولوي عبیدالله رشاد او د ځمکو چارو رياست د کدستر او سروې مسؤل انجینر نوید ګډون درلود.
په پیل کې د پکتیا کرنې رییس مولوي عبدالرؤف سعید د پیل وینا وکړه او په هغو ستونزو او مشکلاتو يې رڼا واچوله چې د پکتیا ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم به ورسره د کار په جریان کې مخامخ کیږي.
نوموړي د خپلو خبرو په جریان کې زیاته کړه چې د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم ته د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه لخوا ډېر دروند مسؤلیت ورسپارل شوی چې د یاد مسؤلیت د ښه پرمخ وړلو لپاره په چارو کې اخلاص او صداقت ته اړتیا ده او یاد تخنیکي ټیم باید په ګډه د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه لخوا ورسپارل شوی مسؤلیت په ښه شان سره ترسره کړي.
دا چې په تېر کې غاصبينو د موقع څخه په استفادې د افغانستان ډېرې دولتي او همدارنګه د خلکو شخصي ځمکې غصب کړي او لا هم هڅه کوي چې غصب شوي املاک په خپل تصرف کې وساتي خو خوشبختانه د افغانستان اسلامي امارت په واکمنېدو سره يادې موضوع ته پام ډېر  شوی او په زرهاوو جريبه ځمکه د غاصبينو له منګولو آزاده شوې او د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم په رامنځ ته کېدو سره به یاده چاره لا چټکتیا ومومي او هیچا ته به د دولتي املاکو د غصب اجازه ورنکړل شي او همدارنګه هغه دولتي املاک چې پخوا د زورواکانو لخوا غصب شوي د تخنیکي ټيم لخوا به مشخص شي او د غاصبينو له منګولو به آزاد کړل شي.
همدارنګه د تخنکي ټیم رییس د غصب د مخنیوي د پخوانۍ کمېټې چارې وستایلې او زیاته یې کړه چې تر ډېره بريده غصب شوي املاک د غاصبينو له تصرف څخه مسترد شوي دي.
د غونډې په جریان کې د تخنیکي ټیم غړو په نوبتي ډول خپل نظریات شریک کړل او د تخنیکي ټیم د چارو د منظم پرمخ وړلو لپاره ځينې اړين مسایلو اړوند بحث وشو.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۶:۱
Background image

کمپاین واکسیناسیون مواشی علیه بیماری‌های PPR و بروسلوز در سمنگان آغاز شد

۱۴ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون مواشی علیه بیماری‌های PPR و بروسلوز از سوی آمریت مالداری و صحت حیوانی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت سمنگان در سطح این ولایت آغاز شد.
داکتر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۵۹
Background image

جلسه سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت پروان برگزار شد

۱۴ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت پروان، در تالار ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت برگزار شد.
این نشست با تلاوت قرآن کریم آغاز و توسط مولوی خان‌محمد حقمل،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۵۶
Background image

معین مالی و اداری وزارت زراعت از ریاست زراعت ولایت قندهار بازدید کرد

۱۴ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی نورالدین عمیر، معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در جریان سفر رسمی خود به ولایت قندهار، از ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت بازدید کرده و با. . .

بازگشت به خبرها