هلمند کې د امارتي ځمکو د غصب مخنيوي او استرداد کمیسون اړوند تخنیکي کمېټې له غصب شویو ځمکو لیدنه وکړه 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۴ - ۹:۲۳
هلمند کې د امارتي ځمکو د غصب مخنيوي او استرداد کمیسون اړوند تخنیکي کمېټې له غصب شویو ځمکو لیدنه وکړه 

د عالیقدر امیرالمؤمنين حفظه الله د (٦٩٦) ٧/ ٣/ ١٤٤٤ ګڼه حکم په اساس په هېواد کې د امارتي (سلطاني) عامه مرعي او وقفي غصب سوو ځمکو، د غصب مخنيوي او استرداد کمیسون ګمارل شوي دي، چې په ولایتونو کې د یاد کمیسون تر چتر لاندې یو ګډ تخنیکي پلاوی چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس تر مشرۍ لاندې د عدلې ریاست، د ښارجوړولو ، کار او ټولنیزو چارو ریاست، ارشاد،رحج او اوقافو ریاست، استناف څارنوالۍ ریاست، دامنې قوماندانۍ مرستیال، لښکرګاه ښاروال، مستوفیت ریاست رئیس صاحبان، د امارت د قضایاؤ آمر او د اراضي آمریت اړوند دکدستر د سروې مسؤل یې د غړو په توګه دي تعین او په کارونو یې پیل کړی دی.
نوموړي تخنیکي ټیم د هلمند په مرکز لښکرګاه بولان سیمه کې د حاجي داؤد شاه (رحیمي) په نوم شخص چې د ١١٥ جریبه ځمکې د شخصي ملکیت ادعا لري او یاد ټیم ته یې په اړه خپله عرضپاڼه وړاندې کړې ده، نوموړې ځمکه له نږدې ولیدل.
په یاده ساحه کې د املاکي او کدستري نقشو له مخې د مسلکي انجنیرانو لخوا تخنیکي پلاوي ته لازم معلومات وړاندې شول او په سیمه کې دنورو هغو خلکو سره چې په بیلابیلو نومونو یې امارتي ځمکې په تصرف کې وې خبرې وسوې
مؤظف تخنیکي ټیم عارض ته لارښؤنه وکړه تر څو ټول هغه اسناد او سوابق چې د یادې ځمکې د ملکیت ادعا ورباندې لري نوموړي پلاوي ته وړاندې کړي.
د موضوع له هر اړخیزې څیړنې وروسته به یې تخنیکي ټیم په اړه خپل ګذارش ترتیب او د امارتي (سلطاني) عامه مرعي او وقفي غصب سوو ځمکو ، د غصب مخنيوي او استرداد کمیسون ته وړاندې کړي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۱:۵۰
Background image

بازدید رئیس زراعت از فارم تحقیقات زراعتی پوزه ایشان

۱۹ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی عبدالکریم حذیفه رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بغلان از فارم تحقیقات زراعتی پوزه ایشان  آن ولایت بازدید کرد.
مولوی عبدالکریم «حذیفه» در جریان این بازدید از. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۱:۴۶
Background image

آغاز کار پروژه مهار آب در ولسوالی سپیره خوست

۱۹ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ شوال المکرم ۱۴۴۷ هـ.ق
کار پروژه مهار آب در سه قریه (شنگ، تروه و داندکی) ولسوالی سپیره ولایت خوست، تحت چتر ریاست زراعت، آبیاری و مالداری آغاز گردیده است.
این پروژه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۶
Background image

ایجاد ۲۰ قطعه سبزخانه نمایشی برنج به‌منظور افزایش حاصلات در کندز

۱۹ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ شوال المکرم ۱۴۴۷ هـ.ق
به‌منظور ترویج سیستم‌های نوین زراعتی و افزایش حاصلات برنج، از سوی دفتر «داکار» با هماهنگی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری، بیست قطعه سبزخانه. . .

بازگشت به خبرها