ننګرهار کې یوشمېر مالداران وروزل شول
۱۴ لړم ۱۴۰۱ه.ش
۱۰ ربیعالثانی ۱۴۴۴ ه.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ خدمتونو او څارویو روغتیا امریت په تخنیکې همکارۍ د کمک مؤسسې په مالي مرسته د ننګرهار د مرکز په ګډون د بهسود او سرخرود ولسوالیو اتلس تنه مالدارانو ته د څارویو پالنې، حیوانې ناروغیو مخنیوي او مارکیټ برخه کې روزنه ورکړ شوه.
د یادونې وړ ده چې دغه مالدارانو سره چې وړاندې د جنګونو له امله زیانمن شوي وه د کمک مؤسسې لخوا د څارویو مرسته هم شوې وه.
