د ننګرهار حصارک کې د زعفرانو د کرکیلې دودولو په پار هڅې
۱۲ لړم ۱۴۰۱ه.ش
۸ ربیعالثانی ۱۴۴۴ ه.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د حصارک په ولسوالی کې د زعفرانو د کرکیلې او دودولو په پار هلې ځلې کوي.
د چارواکو په خبره د یادې ولسوالی په یوشمېر سیمو کې د زعفرانو ننداریزې کروندې جوړې شوي دي، چې موخه یې د زعفرانو کرکیلې ته د بزګرانو هڅول دی.
د ننګرهار دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د زعفرانو کرکیلې ته د پراختیا زمینه برابروي.
