پکتیا کې پر یوشمېر مېرمنو د شیدې روغتیایي کڅوړې ووېشل شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۱ - ۱۹:۵۷
پکتیا کې پر یوشمېر مېرمنو د شیدې روغتیایي کڅوړې ووېشل شوې

۳۱ چنګاښ ۱۳۹۸
د پکتیا د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې «NHLP» په همکارۍ ددې ولایت پر ۱۱۰ مالدارو مېرمنو د شیدې لوشلو او ساتلو روغتیایي کڅوړې وېشلي دي.
د پکتیا د کرنې رییس انجنیر محمدالدین مومند وایی، چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې په همکارۍ ددې ولایت د مرکز په ګډون د احمداباد، سیدکرم، زرمت، روحاني بابا، وزی ځدراڼ، لجه منګل، څمکنی، اریوب ځاځی او د پټان ولسوالیو پر ۱۱۰ مالدارو مېرمنو د شیدې لوشلو او ساتلو روغتیایې کڅوړې ووېشل شوې.
ښاغلي مومند وویل، چې په دغو کڅوړو کې «ځکی، د شېدو لوی ستل، د شیډو کوچنی سطل، لوټه، دستکشې، ماسک، موزې، د لاس مینځلو شامپو او د شېدو صافولو جالۍ» شامل دي.
ددغو توکو په وېش غونډه کې د پکتیا ولایت مرستیاله اغلې زهره مطهر احمدزۍ په خپلو خبرو کې له مېرمنو سره د کرنې وزارت مرستې او همکارۍ وستایل او له مېرمنو څخه یې غوښتنه وکړه، چې د کرنې او مالدارۍ په پراختیا کې فعاله ونډه واخلي.
باید وویل شي، چې له دغو توکو څخه برخمن شویو مالدارنو ته د مالدارۍ اړونده روزنې هم ورکړل شوي دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۲۷
Background image

فصل برداشت پیاز آغاز شد

هفته‌نامه‌ی دهقان | محمد تمیم صدیقی 
افغانستان دارای اقلیم مناسب جهت رشد و پرورش پیاز است. پیاز در ساحات هموار و مرتفع كشت می‌شود و برای نشو و نموی خود به درجه حرارت مناسب، رطوبت نسبی و. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۷:۲۹
Background image

برگزاری جلسه‌ای در مورد چگونه‌گی جمع‌آوری محصولات باغداری

۲۰ اسد ۱۴۰۰
جلسه‌ای در مورد چگونه‌گی جمع‌آوری محصولات باغداری، با حضور شیرشاه امیری معین زراعت و مالداری وزارت زراعت و وحیدالله یوسفی رییس عمومی سیستم معلوماتی نشانه‌های جغرافیایی اداره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

امسال حاصلات بادنجان رومى در بغلان افزایش یافته است

۲۰ اسد ۱۴۰۰
امسال، میزان حاصلات بادنجان رومی در ولایت بغلان، در مقایسه با سال گذشته افزایش قابل ملاحظه‌ای یافته است.
بغلان برای رشد و پرورش بادنجان رومى، آب‌ و هوای مناسب دارد و در طی. . .

BACK TO NEWS