د ننګرهار دکرنې رییس: بزګرانو ته باید د سیمه ییزو تخمونو پرځای د اصلاح شویو تخمونو لارښوونې ووشي
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد په داسې حال کې، چې تخمونو ته د تصدیق ورکړې امر او د طبیعي زېرمو امر یي ملتیا کوله د تخمونو د لابراتوار څخه لیدنه وکړه.
د لیدنې پر مهال تخمونو ته د تصدیق ورکړې امر د لابراتوار یوشمېر فعالیتونه، لاسته راوړنې او وړاندیزونه د کرنې ادارې رییس سره شریک کړل.
وروسته د ننګرهار د کرنې ادارې رییس مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې او زیاته یي کړه، چې د کروندګرو عمده ستونزه د سیمه ییزو تخمونو کرنه ده، چې مصارف یي زیات او حاصل یي کم وي، نو باید کروندګرو ته د سیمه ییزو تخمونو پر ځاي د اصلاح شویو تخمونو د کر لارښونې تر سره شي تر څو په کم مصرف له کمې ځمکې څخه زیات حاصل لاسته راوړي.
