پکتيا: ګردېز کې یو معیاري مسلخ پرانیستل شو

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۴ - ۱۵:۵۴
پکتيا: ګردېز کې یو معیاري مسلخ پرانیستل شو


۱۴ وږی ۱۴۰۱ه‍.ش
۸صَفَرالمظفّر ۱۴۴۴ ه‍.ق 
 د پکتيا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست وايي چې ددې ولايت په مرکز ګردیز کې يو معياري مسلخ ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
پدې اړه جوړو شویو مراسمو کې د پکتیا مرستیال والي شیخ عزیزالرحمن منصور، د ګردېز ښاروال مولوي شریف الله الهام، د پوهنې ریيس مولوي نیک محمد منیب، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریيس مولوي عبدالرؤف سعید، د کرنې سکټور یو شمېر استازو، د رسنیو مسؤلینو، د ګردېز ښار یو شمېر مشرانو او ولایتي چارواکو ګډون درلود.
 یاد مسلخ د ګردېز ښار پنځمې ناحیې اړوند، خوست لین پخوانۍ مال منډوي سيمه کې موقعیت لري، چې د پنځو میاشتو په موده کې یې د خصوصي سکټور له لوري، چارې بشپړې او  نن ورځ ګټې اخستنې ته وسپارل شي.
په دغو مراسمو کې د پکتیا مرستیال والي شیخ  عزیزالرحمن منصور ددغه ګام ستاینه وکړه، چې د هېوادوالو د روغتیا په پام کې نیولو سره به د اسلامي او طبي لارښوونو په چوکاټ کې د یوې واحدې سرچینې څخه د څارویو حلاله تر سره کېږي، چې پدې سره به ویروسي او مردارو غوښو خرڅلاو مخه ونیول شي.
 نوموړي وویل، چې دغه مسلخ به دې بې ځایه څارویو حلالولو، قصابیو په خوندیتوب، چاپېریال ساتنې او دولته د عوایدو زیاتیدو په برخه کې رغنده رول ولوبوي.
ورپسې د پکتيا دکرنې ریيس مولوي عبدالروف سعید په خپلو خبرو کې د ياد  معیاري مسلخ په جوړیدو خوښي وښوده او وویل، چې ددې مسلخ د جوړولو موخه خلکوته صحي او کیفیت لرونکي غوښې چمتو کول دي.
نوموړي وویل، چې دا مسلخ په معیاري ډول په ټولو اړینو امکاناتو سمبال دی، چې په کې حلاله او له ناروغیو پرته غوښه چمتو کېږي، او ترڅنګ یې ښاریانو ته د دایمي بوختیا زمینه هم برابره وي. 
په همدې حال کې د ګردېز ښاروال الحاج مولوي شریف الله الهام  وویل، چې یاد مسلخ په ۶۰۰۰ مترمربع ځمکه کې جوړ او د څارویو لپاره دوه د حلالې ځایونه، د لویو او کوچنیو څارویو د ساتنې لپاره ځانګړی ځای(غوجله)، وښو خونه، د لویو او واړو څارویو لپاره قرنطین خونه (معاینې خونه)، د اوبو، برق لپاره ځانګړی سیستم، موظفو کسانو او وترنر لپاره دوه عصري اتاقونه لري؛ نوموړي زیاته کړه، چې د ښار په کچه به ټول واړه او لوی مالونه د وترنر او موظفو کسانو تر کتنې وروسته حلالېږي او پاکه غوښه به قصابیو ته لیږدول کېږي. چې پدې سره به ښار له کثافاتو پاک او مختلفو ساري او غیرساري امراضو مخه ونیول شي، نوموړي زیاته کړه، چې هره ورځ به غوښه د ډاکټر او موظفو کسانو له کتلو وروسته، ټپه او باکیفیته غوښه به بازار ته عرضه شي.
په همدې حال کې په ګردېز کې یو‌ شمېر قصابان د ګردېز ښاروالۍ له دې کار څخه خوښي څرګندوي او وایي، چې تر اوسه یې څاروي په غیري معیاري او له روغتیایي لارښوونو پرته حلالول، چې پدې سره به یې شته ستونزې حل شي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۲
Background image

کمپاین تطبیق دواهای ضد کرم برای هزاران رأس مواشی در ننگرهار آغاز شد

۱۵ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
با هماهنگی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار، با حمایت تخنیکی کمیته هالند برای افغانستان و تمویل مالی صندوق بین‌المللی انکشاف. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۴۸
Background image

معین مالی و اداری وزارت زراعت از ریاست زراعت ولایت اروزگان بازدید کرد

۱۵ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی نورالدین عمیر معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در جریان سفر کاری خود به ولایت اروزگان از ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت بازدید کرده و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۴۵
Background image

رئیس زراعت پکتیا با مسئولان سازمان خوراک و زراعت ملل متحد دیدار کرد

۱۵ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
در مقام ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیا، نشست هماهنگی میان مولوی سید امین هاشمی، رئیس این ریاست، و انجینر بسم‌الله بسمل، مسئول. . .

بازگشت به خبرها