کندهار کې پر یوشمېر بزګرانو د زعفرانو پیاز ووېشل شو
۳۰ چنګاښ ۱۳۹۸
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت پر یوشمېر بزګرانو د زعفرانو پیاز او د زعفرانو د کرکېلي اړونده توکي وېشل شوي دي.
د کندهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت پر یوشمېر بزګرانو د زعفرانو ۲.۵ ټنه پیاز، تقویتي سره او کرنیزې کڅوړې، چې په کې «ماسک، دستکشې، پینس، المونیمي قطی، پلاستیکي سبد او پلاستیکي سطل» شامل دي وېشل شوي دي.
د کندهار دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د زعفرانو دغه وېشل شوي پیاز ددې ولایت په څلورو ولسوالیو پنجوایي، ډنډ، ارغنداب او سپین بولدګ کې د زعفرانو د کرکېلي د دودولو په موخه کرل کیږي.
ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د زعفرانو د کرکېلي دودول او له دې لارې د بزګرانو د عوایدو زیاتول دي.
