د ننګرهار په چپرهار کې د يو کانال او سربند د جوړولو چارې پيل شوې

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۱۴:۵
د ننګرهار په چپرهار کې د يو کانال او سربند د جوړولو چارې پيل شوې


۲۶ زمری ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۹ محرم الحرام ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست وايي، چې ددې ولايت د چپرهار په ولسوالۍ کې د۸.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د یو کانال او سربند جوړولو چارې پیل شوې.
د ننګرهار د کرنې رياست چارواکي وويل:"دچپرهار په  ولسوالۍ کې د دوو  کیلومترو په اوږدوالي د یو کانال او سربند د اساسي  جوړلو چارې پیل شوې".
د یادې ولسوالۍ ولسوال ملا دوست محمد مسلم روحاني په خبره ددې پروژې چارې د اسلامیک ریلیف موسسې په همکارۍ د چپرهار ولسوالۍ اړوند د شیخ کلا په کلي کې پیل شوې، چې له بشپړیدو سره به یې سلگونه جریبه کرنيزې ځمکو ته د خړوبولو اوبه ورسېږي او سلګونه خلکو ته پکې د کار کولو زمینه هم برابره شوه. 
بايد وويل شي، چې څو ورځې وړاندې هم د همدې موسسي له لورې د ګلدري کانال او سربند کارونه هم پیل شوي وه او په نږدې راتلونکې کې به  د ډاګو کانال چارې هم پيل شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

اشتراک معین زراعت و مالداری در افتتاح و بهره‌برداری سردخانه نور هیواد در کابل

۲۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در مراسم افتتاح و بهره‌برداری سردخانه نور هیواد در منطقه خوشحال‌خان شهر کابل اشتراک کرد.
در. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۲
Background image

توزیع ماشین‌های پشم‌ریسی برای ۴۵۰ زن در ولایت غزنی

۲۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غزنی به همکاری کمیته هالند برای ۴۵۰ تن از زنان در مرکز این ولایت و ولسوالی قره‌باغ ماشین‌های پشم‌ریسی توزیع کرد.
این برنامه به. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

توزیع تخم‌های اصلاح‌شده و کود کیمیاوی به‌منظور ایجاد کشتزارهای نمایشی در ولایت غزنی

۲۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غزنی به‌منظور افزایش حاصلات زراعتی، ترویج استفاده از تخم‌های اصلاح‌شده و گسترش روش‌های معیاری زراعت، برای ۱۸ دهقان در مرکز این. . .

BACK TO NEWS