هلمند کې پر یوشمېر بزګرانو د سویابینو اصلاح شوي تخمونه ووېشل شو

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۰ - ۱۶:۲۵
۱۹ چنګاښ ۱۳۹۸ د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت په مرکز لښکرګاه، ناوه، نادعلي او نهرسراج ولسوالیو کې په ۳۵۰ جریبه ځمکه کې دسویابینو کرکېله شوې او ددې نبات د ترویج په پار هڅې روانې دي. د هلمند دکرنې رییس زلمی الکووایي، چې ددې ولایت د نادعلي ولسوالۍ پر ۱۰۰ بزګرانو د سویابینو اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي دي. ښاغلي الکو وایي پر دغو ۱۰۰ بزګرانو د سویابینو د اصلاح شوي تخمونو د وېش ترڅنګدوی ته ددې بوټي د کرکېلي، حاصل ټولولو او پالنې په موخه روزنه هم ورکړې ده. د هلمند د کرنې رییس وایي، چې د سویابینو د اصلاح شویو تخمونو په وېش سره به ددې ولایت د نادعلي ولسوالۍ په سل جریبه ځمکه کې د سویابینو کرکېله وشي. په پام کې ده، چې په هره جریبه ځمکه کې ۱۴ کیلو ګرامه د سویابینو تخم وکرل شي. سویابین بشپړه پروتیني او مغذي مواد لري او د کورنیو په روغتیا په ځانګړي ډول د ماشومانو د خوارځواکۍ په مخنیوی کې رغنده رول لري.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۴۹
Background image

در بلخ برای ۵۵ دهقان ولسوالی نهرشاهی پیاز زعفران توزیع شد

۳۰ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش

کارمندان ریاست زراعت بلخ در  ولسوالی نهرشاهی ولایت بلخ، با همکاری دفتر «دست به دست»، روند توزیع پیاز زعفران را برای ۵۵ دهقان در قریه شهرک وطنی این ولسوالی انجام. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۴۷
Background image

وزیر زراعت با سفیر ایران در کابل دیدار کرد

۳۰ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش

مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان در دفتر کارش با علیرضا بیکدلی سفیر جمهوری اسلامی ایران در کابل، دیدار و درباره گسترش همکاری. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۲۴
Background image

جلسه هماهنگی ریاست عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت با مسئولان ولایتی برگزار شد

۳۰ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش

جلسه آنلاین هماهنگی ریاست عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با حضور مسئولان پلان و پالیسی، احصائیه زراعتی، انکشاف سکتور خصوصی، نظارت و. . .

BACK TO NEWS