د نورستان د کرنې ریاست؛ ۱۳۹۹یم مالي کال کې یې مهمې کړنې څه دي؟

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۱ - ۱۲:۴
د نورستان د کرنې ریاست؛ ۱۳۹۹یم مالي کال کې یې مهمې کړنې څه دي؟

۱۰ مرغومې ۱۳۹۹
د نورستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په ۱۳۹۹یم مالي کال کې ددې ولایت د کرنې، بڼوالۍ، طبیعي سرچینو او مالدارۍ د پراختیا او وضعیت ښه کولو په پار د ۱۸ میلیونه او ۳۳۷زره او ۸۴۴ افغانیو بودیجې په لګولو سره د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې ترڅنګ ګڼې پروژې پلي کړي دي، چې ورسره په یادو برخو کې د پام وړ پرمختګونه تر سترګو کیږي. یاده بودیجه ددې ولایت د مرکز په ګډون په ټولو ولسوالیو کې د کرنې، مالدارۍ، بڼوالۍ، طبیعي سرچینو او اوبولګولو په بېلابېلو برخو کې لګول شوی دی.
د نورستان دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې سږکال په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتومدیریت د پروژې په اډانه د کچالو ۱۷ صفر درجې زېرمتونونه جوړ شوي دي. ددې ترڅنګ په روان مالي کال کې د نورستان په ولایت کې د میکانیزه کرکېلي په پار هم یوشمېر پروژې پلي شوي دي. په دغو پروژو کې، د زعفرانو پنځه ننداریزې قطعې جوړول، پر بزګرانو د زعفرانو د پیازو او اړوندو توکو وېش، د ممپلیو او غنمو ننداریزې قطعې جوړول او پر ۱۹۶۰ بزګرانو ۹۸مټریک ټنه د غنمو اصلاح شویو تخمونو وېش شامل دي. ددغو کړونو ترڅنګ د نورستان د کرنې ریاست له خوا د همکارو موسسو په مرسته یوشمېر بې وزله کورنیو سره نغدې مرستې او پر زرو کورنیو د څارویو د خوراکي توکو وېش هم ددې ریاست سږني کړنې دي.
د چارواکو په خبره روان مالي کال ددې ولایت د بڼوالۍ او ځنګولۍ د پراختیا په پار هم هلې ځلې شوي دي، په روان مالي کال کې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له لارې په دې ولایت کې ۱۳۵ جریبه مېوه لرونکي بڼونه جوړول، په ۱۰۰ هکټاره ځمکه کې د جلغوزیو ځنګلونه کرل او د جلغوزیو پر ځنګل لرونکو د جلغوزې د غوټو پرې کولو ۱۲۰ بیاتې ګانې وېشل هغه څه دي، چې سږکال د نورستان د کرنې ریاست له خوا ددې ولایت د بڼوالۍ او ځنګلولۍ د پراختیا په پار تر سره شوي دي. دغه راز د ۲۵۰۰ متر مکعب اوبو په وړتیا سره چک ډمونه او تراشونه جوړول، د سبو د ناروغیو او افتونو د مخنیوي په پار پر بزګرانو درمل وېشل او د دوی کروندې دواپاشي کول او بزګرانو ته روزنه ورکول هم د نورستان د کرنې ریاست سږني لاسته راوړنې دي.
د نورستان د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې سږکال ددې ولایت د مالدارۍ برخې ته هم پاملرنه شوې ده، د دوی په خبره، د کانګو تبې ناروغي د مخنیوي په پار پراخ کمپاینونه ترسره شوي دي، څارویو ته ډول ډول واکسینونه ورکړل شوي دي، پر مالدارانو د شېدو د پروسس ۴۳ کڅوړې وېشل شوي دي.
په ورته وخت کې، په ۱۳۹۹یم مالي کال کې د نورستان د نارینه و بزګرانو ترڅنګ ښځینه و بزګرانو ته هم پاملرنه شوي او د کرکېله په برخه کې د ښځینه و بزګرانو د ونډې زیاتولو په پار هم یوشمېر پروژې پلي شوي دي، چې په کې ښځینه و بزګرانو ته ۵۰۰ کورني باغچې جوړول، په کورنیو باغچو کې د کرکېلي او حاصل ټولولو په برخه کې د ښځینه بزګرانو روزل، پر ښځینه و بزګرانو د کورنیو باغچو اړونده توکي وېشل،  پر یادو بزګرانو د بېلابېلو سبو تخمونه او د سبو د پروسس توکي وېشل، ۱۰۰۰ بېوزله مېرمنو ته د هګیو چرګان ورکول او د زعفرانو د کرکېلي او حاصل ټولولو په برخه ۱۷ مېرمنې روزل نور هغه څه دي، چې د نورستان د کرنې ریاست له خوا د روان مالي کال په ترڅ کې ترسره شوي دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۲۷
Background image

فصل برداشت پیاز آغاز شد

هفته‌نامه‌ی دهقان | محمد تمیم صدیقی 
افغانستان دارای اقلیم مناسب جهت رشد و پرورش پیاز است. پیاز در ساحات هموار و مرتفع كشت می‌شود و برای نشو و نموی خود به درجه حرارت مناسب، رطوبت نسبی و. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۷:۲۹
Background image

برگزاری جلسه‌ای در مورد چگونه‌گی جمع‌آوری محصولات باغداری

۲۰ اسد ۱۴۰۰
جلسه‌ای در مورد چگونه‌گی جمع‌آوری محصولات باغداری، با حضور شیرشاه امیری معین زراعت و مالداری وزارت زراعت و وحیدالله یوسفی رییس عمومی سیستم معلوماتی نشانه‌های جغرافیایی اداره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

امسال حاصلات بادنجان رومى در بغلان افزایش یافته است

۲۰ اسد ۱۴۰۰
امسال، میزان حاصلات بادنجان رومی در ولایت بغلان، در مقایسه با سال گذشته افزایش قابل ملاحظه‌ای یافته است.
بغلان برای رشد و پرورش بادنجان رومى، آب‌ و هوای مناسب دارد و در طی. . .

BACK TO NEWS