د فراه د پالیزونو محصول؛ ۷۹۱ زره هندواڼې

mail-admin
شنبه ۱۳۹۸/۳/۲۵ - ۱۵:۱۰

د هېواد په سوېل لوېدیځ کې پروت د فراه ولایت د هندواڼو د پالیزونو سږنی محصولات د پام وړ زیاته شوې ده.
د فراه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالمنان متین وایي، چې ددې ولایت د هندواڼو د پالیزونو سږنی محصولات ۷۹۱ زره مټریک ټنو ته رسیږي، چې د تېر کال په پرتله ۱۷ سلنه زیاته شوې ده. تېر کال ددغو محصولاتو کچه ۶۷۴ زره مټریک ټنه وه.
هغه وویل، چې تېر کال ددې ولایت په ۱۸ زره او ۲۲۰ هکټاره ځمکه کې هندواڼه کرل شوې وه، چې له دغو کروندو څخه ۶۷۴ زره او ۱۴۰ ټنه هندواڼه تر لاسه شوې وه، خو پراخو ورښتونو او د ځمکې لاندې اوبو د کچې پورته کېدو ته په کتو سږ کال د فراه ولایت په ۱۹ زره او ۷۸۸ هکټار ځمکه کې د هندواڼې کرکېله شوې، چې له دغو کروندو څخه ۷۹۱ زره او ۵۲۰ ټنه هندواڼه ترلاسه شوي دي.
عبدالمنان متین زیاته کړه، چې بزګرانو ته روزنه ورکول او دوی ته روزنیزې برنامې په لاره اچول، د ورښتونو پراخه کچه او د اوبولګولو شبکې جوړول په دې ولایت کې د هندواڼو د پالیزونو د محصولاتو د کچې د لوړوالي اصلي لاملونه دي. د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس وویل: «په دې ولایت کې د هندواڼو د محصولاتو د زیاتوالي له اصلي لاملونو څخه یو هم دا وه، چې مونږ بزګرانو ته روزنیزې برنامې په لاره واچول، بله خبره دا وه، چې الحمدالله سږکال د ورښتونو کچه هم زیاته وه، له وچکالۍ څخه وژغورل شو او د اوبو په برخه کې له کومې ستونزې سره مخ نه شو، بل داچې د یوشمېر ولسوالیو په کچه د اوبولګولو شبکې جوړې شوې، چې په حقیقت کې بزګرانو ته پر خپل وقت د اوبولګولو زمینه برابره شوه، تر څو بزګران وکولای، شي، چې پر خپل وخت ښه کرکېله وکړي. دغه راز د ولایت او ولسوالیو په کچه د کرنې ریاست له خوا بزګرانو ته تخنیکي سلا مشورې ورکول او همداراز د افتونو او ناروغیو د کچې ټېټول، چې په یوشمېر سیمو کې بې خې له منځه تللي او یا د هغو درملو په واسطه چې پر بزرګرانو وېشل شوي کنټرول شوي دي. دا ټول هغه لاملونه او دلایل دي، چې له نېکه مرغه سږکال زمونږ د هندواڼو د محصولاتو کچه لوړه شوې ده.»
فراه د هندواڼو کرکېلي او ودې لپاره مناسب اقلیم لري؛ خو ددې ولایت ډېری بزګران تر ډېره د دوو ډولو هندواڼو په ځانګړې توګه د تورو هندواڼو کرکېلي ته زړه ښه کوي.
د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس وایي، چې ددې ولایت د هندواڼو محصولات ۱۴ ولایتونو ته صادریږي. د هغه په خبره هرات، نیمروز، کندهار، هلمند، زابل، غزني، کابل او لوګر د هغو ولایتونو په ډله کې دي، چې د فراه هندواڼه ورته رسیږي.
په ورته وخت کې د اختر رخصتۍ او د یوشمېر مواصلاتي لارې بندېدل ددې لامل شو، چې د فراه ولایت د هندواڼو بیه ټېټه شي.
د فراه ولايت هغه لارې چې، نورو ولايتونو سره نښلول شوي دي د څو ورځې لپاره د امنيتي ستونزو، د اختر د رخصتیو او د ارغندې د سکنر د تخنيکي ستونزو پر بنسټ د خلکو او کرنيزو توليداتو پر مخ تړل شوي ول، چې له نېکه مرغه دغه ستونزه هواره او د کرنيزو توليداتو لېږد را لېږد په عادي او نورمال ډول روان دي.
تر دې وړاندې د ارغندې د سکنر د تخنيکي ستونزو له امله د فراه ولایت له کرنیزو تولیداتو ډک نږدې ۵۰۰ بار وړونکي موټر د يادې دروازې تر مخ بند پاتې ول، چې اوسمهال دغه ستونزه هواره شوې ده او له فراه ولایت څخه نورو ولایتونو ته د کرنيزو توليداتو لېږد په عادي توګه روانې دي.
دغه راز د کرنې وزارت د خصوصي سکتور له چارواکو غواړي چې، نورو ولایتونو ته د دې ولایت د کرنیزو توکو د لېږد په برخه کې دې کوټلي ګامونه پورته کړي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۵۳
Background image

رئیس زراعت سمنگان با سرپرست دفتر هیأت معاونت سازمان ملل متحد در افغانستان دیدار کرد

۲۴ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
مفتی هدایت‌الله ولید رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت سمنگان در دفتر کارش با جورجیت گانیون سرپرست دفتر هییت معاونیت سازمان ملل متحد( یونما)  در افغانستان، روبین کلپین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۵۳
Background image

مرغ‌های تخمی و خوراک آن برای خانواده‌های نیازمند در ولسوالی فرزه کابل توزیع شد

۲۴ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کابل در  ولسوالی فرزه با همکاری مؤسسه پژوهش علمی و توسعه جامعه گلوبل برای ۶۰ خانواده‌های نیازمند این ولسوالی، مرغ‌های تخمی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۳۷
Background image

تخم‌های سبزیجات بهاری برای دهقانان ولسوالی زاری بلخ توزیع شد

۲۴ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بلخ از توزیع تخم‌های سبزیجات بهاری برای دهقانان کم‌زمین ولسوالی زاری این ولایت خبر داد.
این برنامه از سوی ACTED با همکاری مدیریت. . .

بازگشت به خبرها