د څړځایونو د بیارغونې له لارې د مالدارۍ ودې ته زمینه برابرول

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۲ - ۱۴:۵۱
د څړځایونو د بیارغونې له لارې د مالدارۍ ودې ته زمینه برابرول
بزګر (دهقان) اوونيزه
رپور: مهرداد احمدي
ژباړه: جمعه‌ګل اشرفی
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په دې وروستیو کلونو کې د مالدارۍ وضعیت د ښه کولو او اقلیمي بدلونونو منفي اغېزو سره د مبارزې په پار د څړځایونو د بیارغونې له لارې ستر پروګرامونه پلي کړي دي.
څړځایونه په هېواد کې د مالدارۍ یو له مهمو عواملو شمېرل کیږي. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د څړځایونو د ریاست د شمېرو له مخې افغانستان ۳۰.۱ میلیون هکټاره څړځایونه لري. د یادې شمېر پر بنسټ، د افغانستان نږدې ۴۷ سلنه خاوره څړځایونه دي. خو، په نمجنو څړځایونو کې د څارویو څرول، په څړځایونو کې له اندازې زیاد څاروي څرول، د څړځایونو د اړوندو سیمو بوټې شکول، پرله پسې وچکالۍ، روانې شګې، دغه مهمې سرچینې ته د خلکو نه پاملرنه، سېلابونه او لسګونه نور عوامل ددې لامل شوي، چې څړځایونه تخریب او یا له منځه لاړ شي.
په همدې حال کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ددې لپاره، چې د څړځایونو د تخریب مخه ونیسي او بیایې ورغوي، په همدې موخه د څړځایونو د تنظیم له لارې هرکال؛ په څړځایونو کې د څارویو د تغذیې په پار د علوفې تخمونه له ډېلې للمي رشقې کرل، د څړځایونو د بیارغونې په پار د څړځایونو ټولنې جوړول، د څړځایونو خوندي کول، د طبي نباتاتو انجې او شیرین بویې د تخریب شویو سیمو بیارغونه، د څړځایونو د بیارغونې او د نیالګیو په کېنولو سره د دښتو د پراختیا مخنیوی، د څارویو د څړځایونو د تناوب تنظیم، د ګیاوو د بیاځلې ودې په پار د یوشمېر څړځایونو بندول، د څړځایونو په خوړونو کې د چکډمونو په جوړولو سره د خاورې ساتنه او د اوبو کوچنیو بندونو د جوړلو له لارې پراخ پروګرامونه پلي کوي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وازرت په ۱۳۹۷یم کال کې، وتوانېد چې ۱۱۴۰ هکټاره څړځایونه بیا ورغوي او خوندي کړي. دغه راز په همدې کال کې د طبي نباتاتو د سیمو اړوند ۱۱۰ هکټآره ځمکه هم بیارغول شوي او خوندي شوي دي. د ۲۱۶ هکټار روانو شکو تثبیت او په ۱۶ هکټاره ځمکه کې د علوفې تخم او د قلمو تولید هغه کارونه دي، چې په ۱۳۹۷یم کال کې د څړځایونو د وضعیت د ښه کولو په پار تر سره شوي دي.
دغه راز په ۱۳۹۸یم کال کې هم د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د علوفې د کرکېلي او د څړځایونو د ټولنو په جوړولو سره ۶۰۲ هکټاره څړځایونه بیارغول شوي او خوندي شوي دي. دغه راز د سمنګان، بغلان، تخار، بلخ او جوزجان په ولایتونو کې د انجې تخم د کرلو او د شیرین بویې د قلمو د کېنولو په پار په ۲۵۰ هکټاره ځمکه کې ۲۵۰ زره غوچوړې کېندل او په هرات او بدخشان کې په ۱۰۰ هکټاره ځمکه کې د زېرې کرکېله هم په هېواد کې د څړځایونو د وضعیت د ښه کولو په پار د کرنې وزارت په برنامو کې شامل دي.
ټاکل شوې، چې روان کال هم په بېلابېلو ولایتونو کې د څړځایونو اړوند شپږ زره هکټاره ځمکې خوندي او ورغول شي.
دایکندي د هغو ولایتونو په ډله کې ده، چې تر ټولو ډېر څړځایونه لري. خو په دې وروستیو کلونو کې ددې ولایت د څړځایونو ډېری برخه تخریب شوي او په ورته وخت کې ددغو څړځایونو د بیارغونې چارې پیل شوي دي.
د دایکندي ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالواحد فیروزي وایي، چې یاد ولایت ۱۲۶ زره هکټاره څړځایونه لري، چې له دې ډلې یواځې ۲۴ زره او ۶۰۰ هکټاره یې د ګټې اخیستنې وړ دي او ۱۰۱ زره او ۴۰۰ هکټاره نور یې تخریب شوي دي.
د دایکندي دکرنې رییس وویل، چې په دې ولایت کې د څړځایونو د بیارغونې په برخه کې له دې ادارې سره درې موسسې همکاري کوي. د «راما» پروژه، چې د «افغان ایډ» موسسې له خوا پرمخ وړل کیږي، د څړځایونو د وضعیت ښه کولو او بیارغونې په پار پنځه کلن پلان لري. هغه وویل، د «راما» پروژه، چې له ۲۰۱۹ام کال څخه فعالیت پیل کړی، ټاکل شوې، چې تر ۲۰۲۱ام کال پورې په دایکندي ولایت کې ۱۵ زره او ۴۴۰ هکټاره څړځایونه بیاورغوي. د «راما» پروژه پنځه کلنه پروژه ده، چې ۵.۹ میلیون ډالر بودیجه لري. دغه بودیجه د سویس دولت له خوا ورکول کیږي.
عبدالواحد فیروزي وویل، چې د «افغان ایډ» موسسې ترڅنګ د «اکسفام او آغاخان» موسسې هم په دایکندي کې د څړځاینو او ځنګلونو د بیاروغونې او تنظیم په پرخه کې فعالیت لري. هغه دغه راز وویل، چې د دایکندي دکرنې ریاست ددې ولایت په ولسوالیو کې د ځنګلونو اوڅړځایونو د خوندي کولو په پار ۵۰۰ داوطلب همکاران هم لري. د ښاغلي فیروزي په خبره دغه داوطلبان مسوولیت لري، چې ددې ولایت د ځنګلونو او غرنیو بوټو د پرېکلوو او د وحشي ژویو د له منځه وړلو مخه ونیسي. دغه داوطلبان په هر کلي کې د پراختیایي شورا له خوا ملاتړ کیږي او تر دې دمه توانېدلي دي، چې د ځنګلونو او غرنیو بوټو د پرېکولو او د وحشي ژویو د ښکار کولو مخه ونیسي او عاملان یې عدلي او قضایي بنسټونو ته ور وپېژني.
د دایکندي دکرنې رییس دغه راز وویل، چې په دې ولایت کې د څړځایونو بیارغول او تنظیم د مالدارۍ د وضعیت په ښه کولو کې مرسته کړې، خو ددې ولایت مالدارۍ اوس هم په دودیزه بڼه ده، سوداګریزه مالدارۍ ډېر لږ دود شوی او ډېری کورنۍ یوازې د خپلو کورنیو داړتیاوو پورکولو په پار څاروي ساتي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۶:۷
Background image

میله دهقان و سی‌وچهارمین نمایشگاه زراعتی و مالداری افغانستان در فارم تحقیقاتی بادام‌باغ کابل افتتاح شد


۲ ثور ۱۴۰۴ هـ.ش
میله دهقان و سی‌وچهارمین نمایشگاه زراعتی و مالداری افغانستان در فارم تحقیقاتی بادام‌باغ کابل با حضور رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، شماری از مقام‌های امارتی،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۰:۷
Background image

ادامه کمپاین مبارزه با ملخ‌های مضر زراعتی در دشت‌های خیرآباد سمنگان

۱ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
کارمندان بخش  حفاظه نباتات ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت سمنگان از ادامه کمپاین مبارزه با ملخ‌های مضر زراعتی در ساحه دشت خیرآباد ولسوالی خلم خبر می‌دهد.
این کمپاین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۱۳
Background image

سفر هیئت اوزبیکستان به فاریاب و بازدید از باغ مشترک افغان–اوزبیک

۱ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئتی از کشور اوزبیکستان به رهبری ابدذکروف جمشید معین وزارت زراعت آن کشور، که در چارچوب یک سفر رسمی به افغانستان آمده بود، به ولسوالی خان‌چارباغ ولایت فاریاب سفر کرده و. . .

بازگشت به خبرها