د ختیځ زون د درېوو ولایتونو سیمه ییزو وټرنرانو ته روزنیز پروګرام پیل شو

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۰ - ۱۵:۵۱
د ختیځ زون د درېوو ولایتونو سیمه ییزو وټرنرانو ته روزنیز پروګرام پیل شو
 
۲۰ زمری ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» له خوا د ننګرهار، کونړ او نورستانولایتونو سیمه ییزو وټرنرانو ته د مالونو د روغتیا ساتنې او تخنیکي چارو په تړاو روزنیزورکشاپ پیل شو.
دغه ورکشاپ چې د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په ریاست کې په لاره اچول شوې ده، د دوو ورځو لپاره ده، چې په ترڅ کې یې وټرنرانو ته د حیواني محرقې (بروسلوز)، انټرک او کانګو تبې ( CCHF) په تړاو اړین او هر اړخیز معلومات ورکول کیږي.
ددې ورکشاپ په پرانیست غونډه کې د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي دا ډول ورکشاپونه د مالدارۍ د سکټور د پیاوړي کولو، د وټرنرانو د ظرفیت لوړولو او د مالدارۍ په برخه کې د ښو خدماتو د عرضې برخه کې خورا اړین وباله.
په ورته وخت کې د بڼوالۍ او مالدارۍ پروژې د خیتځ زون مسوول په خپلو خبرو کې د مالدارۍ په برخه کې د بڼوالۍ او مالدارۍ پروژې له لورې په ترسره شویو فعالیتونو رڼا واچوله او زیاته یې کړه، چې ددې ورکشاپ په لړ کې د ځانګړو ټرینرانو له لوري د حیواني محرقې (بروسلوز)، انټرک او کانګو تبې ( CCHF ) په برخه کې به هر اړخیزې خبرې اترې ووشي. هغه وویل، چې هره میاشت به سیمه ییزو وټرنرانو ته داډول ورکشاپونه په لاره واچول شي، تر څو د سیمه ییزو وټرنرانو وړتیاوې لوړ او په خپلو ولسوالیو کې د حیواني ناروغیو دمخنیوي په برخه کې مالدارانو ته وړ چوپړونه وړاندې کړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

اشتراک معین زراعت و مالداری در افتتاح و بهره‌برداری سردخانه نور هیواد در کابل

۲۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در مراسم افتتاح و بهره‌برداری سردخانه نور هیواد در منطقه خوشحال‌خان شهر کابل اشتراک کرد.
در. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۲
Background image

توزیع ماشین‌های پشم‌ریسی برای ۴۵۰ زن در ولایت غزنی

۲۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غزنی به همکاری کمیته هالند برای ۴۵۰ تن از زنان در مرکز این ولایت و ولسوالی قره‌باغ ماشین‌های پشم‌ریسی توزیع کرد.
این برنامه به. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

توزیع تخم‌های اصلاح‌شده و کود کیمیاوی به‌منظور ایجاد کشتزارهای نمایشی در ولایت غزنی

۲۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غزنی به‌منظور افزایش حاصلات زراعتی، ترویج استفاده از تخم‌های اصلاح‌شده و گسترش روش‌های معیاری زراعت، برای ۱۸ دهقان در مرکز این. . .

BACK TO NEWS