میدان وردګو کې د زعفرانو ننداریزې قطعې جوړیږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۵ - ۱۱:۳۳
میدان وردګو کې د زعفرانو ننداریزې قطعې جوړیږي
 
۲۵ چنګاښ ۱۳۹۹
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د دې ولایت د مرکز میدان ښار په کډون د سیداباد، لومړی حصه بهسود، جغتو او دامیرداد ولسوالیو کې پر یوشمېر بزګرانو د زعفرانو ننداریزو قطعو جوړولو په پار د زعفرانو پیاز او نور اړین توکي وېشل شوي دي.
د میدان وردګو ولایت د کرنې رییس ولید احمد تسل وایي، چې ددې ولایت د مرکز میدان ښار په کډون د سیداباد، لومړی حصه بهسود، جغتو او دامیرداد ولسوالیو کې د زعفرانو ننداریزې قطعې جوړیږي. د ښاغلي تسل په خبره د یادو ننداریزو قطعو د هرې نیم جریبه قطعې د جوړولو په پار پر بزګرانو د زعفرانو ۵۰۰ کیلو پیاز، تقویتي سره او دزعفرانو د ګل ټولولو توکي وېشل شوي دي.
د میدان وردګو ولایت د کرنې رییس ولید احمدتسل وویل، چې ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د زعفرانو د کرکېلي دودول او له دې لارې د بزګرانو د عوایدو زیاتول دي. هغه وویل، چې د میدان وردګو ولایت اقلیم د زعفرانو کرکېلي لپاره مناسبه اقلیم ده او هیله یې وښودله چې په دې ولایت کې د زعفرانو کرکېله نوره هم پراخه شي.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۵۸
Background image

بازدید از روند ترمیم فارم قره‌قل در بلخ

۳ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بلخ از روند ترمیم فارم قره‌قل  آن ولایت بازدید و بررسی به‌عمل آوردند.
این بازدید به تأسی از هدایت وزارت زراعت، آبیاری و. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

آغاز کمپاین گسترده نهال‌شانی در ارزگان تحت شعار «غرس نهال صدقه جاریه است»

۳ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ارزگان کمپاین سالانه نهال‌شانی را تحت عنوان «غرس نهال صدقه جاریه است» به‌گونه رسمی آغاز کرد.
در مراسم. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۱۴:۱۸
Background image

با هماهنگی ریاست زراعت بلخ، به ۱۱۷ زعفران‌کار در ولسوالی چمتال کمک توزیع شد

۲ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
با هماهنگی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری بلخ، به تعداد ۱۱۷ تن از بزگران زعفران‌کار در سطح ولسوالی چمتال کمک کیمیاوی توزیع گردید.
این کمک از سوی موسسه «لاس په لاس» با. . .

بازگشت به خبرها