میدان وردګ کې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا د ۱۳۹ پروژو تړونونه لاسلیک شول

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۸ - ۱۱:۲۹
میدان وردګ کې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا د ۱۳۹ پروژو تړونونه لاسلیک شول
۸ چنګاښ ۱۳۹۹
میدان وردګو ولایت کې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا د ۱۳۹ پروژو تړونونه ددې ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د بڼوالۍ د ځنځیري ارزښت د پراختیا سکټوري پروژې او له دغو بنسټونو څخه د میدان وردګو ولایت د برخمن شویو بزګرانو او بڼوالو ترمنځ لاسلیک شول.
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس ولید احمدتسل وایي، چې ددې هوکړې پر بنسټ، د بڼوالۍ د ځنځیري ارزښت د ودې او د بزګرانو د اقتصادي ودې په پار، د میدان وردګو ولایت په شپږو ولسوالیو کې د ۸۲ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۳۹ پروژې پلي کیږي، چې په کې د پیازو او کچالو صفر انرژۍ زېرمتونونه جوړول شامل دي.
ښاغلی تسل وویل، چې د یادو پروژو له لارې په شپږو ولسوالیو کې د کچالو ۱۰۹ صفر انرژۍ سړې خونې او د پیازو ۳۰ صفر انرژۍ سړې خونې جوړیږي.
ددغو تړونونو په لاسلیک غونډه کې د میدان وردګو مرستیال والي انجنیر تاج محمد عمري وویل: «نن د خوښۍ ځای ده، چې موږ د رغونې، پرمختګ او ځان بساینې په موخه راټول شوي يو. دا ډول پروژې د بزګرانو لپاره خورا اغېزمنې دي، دوی کولی شي پر مټ يې خپل تولیدات خوندي او مناسبه بازار موندنه ورته وکړي.» ښاغلی عمري وویل، چې د میدان وردګو سیمه ییزه اداره، هلې ځلې کوي، چې ددې ولایت بزګرانو ته اسانتیاوې برابرې کړي.
تر دې وړاندې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کرنیزو محصولاتو د مدیریت برنامه طرحه، د عالي اقتصادي شورا له خوا تایید او د هېواد ولسمشر محمداشرف غني له خو منظور شوې وه.
دمګړۍ د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د برنامې پروژې، د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د پلي کېدو په حال کې دي.
ددې برنامې په اډانه کې د کرنې وزارت په ۹۰ سلنه ونډې سره بزګرانو ته زرګونه ممیزخونې، د پیازو زرګونه زېرمتونونه، د کچالو زرګونه زېرمتونونه او دسارک سلګونه سړې خونې جوړیږي. دغه راز پر زرو بڼوالو د مېوو وچوونکې ماشینونه هم وېشل کیږي.
د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د برنامې د پروژو په پلي کولو سره لسګونه زره کسانوته لنډ مهالې دندې او په زرهاوو کسانو ته د تلپاتې دندې زمینه برابریږي.
د کرنې وزارت دغه پروژې په داسې حال کې پلی کیږي، چې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله د کاروبار کچه ټېټه شوې ده، خو د کرنې وزارت د یادو پروژ پلي کېدو سره، چې بڼوالو او بزګرانو ته په کې بنسټیز زېربناوې جوړیږي، په کلیو او بانډو کې تر یوه کچه د اوزګارتیا ستونزه هواره کړې ده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

نظارت از روند بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی محمد عظیم طارق رئیس تنظیم ساحات حفاظت‌شده و سرپرست ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار پروژه بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد. . .

BACK TO NEWS