بادغیس، بدخشان، سمنګان، غزني او کونړ کې د یو زر او ۸۱۵ پروژو چارې پیل شوې

user-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۲/۲۹ - ۹:۱۰
بادغیس، بدخشان، سمنګان، غزني او کونړ کې د یو زر او ۸۱۵ پروژو چارې پیل شوې


۲۹ غویی ۱۳۹۹
د کرنیزو محصولاتو مدیریت د برنامې د پیل په دوام، د یادې برنامې چارې نن د بادغیس، بدخشان، سمنګان، غزني او کونړ په ولایتونو کې هم پیل شوې.
په یادو ولایتونو کې د یوزر او ۸۱۵ کرنیزو پروژو د بنسټ ډبره کېښودل شول.
د بادغیس په ولایت کې ۳۷۰ پروژې، بدخشان کې ۲۰۵ پروژې، په سمنګان کې ۳۶۰ پروژې، غزني کې ۷۷۰ پروژې او په کونړ کې ۱۱۰ پروژې پلي کيږي.
ټاکل شوې، چې په بادغیس ولایت کې د ۳۷۰ پروژو له ډلې ۴۰ ممیزخونې، د پیازو او کچالو ۲۹۰ زېرمتونونه او ۱۰ صفر انرژۍ سارک سړې خونې جوړې شي او پر بزګرانو او بڼوالو د سبو او مېوو ۳۰ لمریز وچوونکي دستګاوې ووېشل شي. د بادغیس د پروژو ټولیز لګښت ۲۱۴ میلیونه او ۹۶۶ زره او ۵۱۰ افغانۍ ده.
دغه راز په بدخشان کې د ۲۰۵ پروژو په ډله کې د پیازو او کچالو زېرمتونونه او صفر انرژۍ سړې خونې جوړول او د مېوو او سبو وچوونکي آلې وېشل شامل دي. 
دغه پروژې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د برنامې تر چتر لاندې د کرنې وزارت له خوا پلي کیږي، چې ټولیز لګښت یې ۱۷۶ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانۍ ده.
په سمنګان کې د ۳۶۰ پروژو له ډلې د پیازو او کچالو ۲۵۰ زېرمتونونه او د مېوو ۱۰ صفر انرژۍ سارک سړې خونې جوول او پر بزګرانو او بڼوالو د سبو او مېوو ۱۰۰ لمریز وچوونکي دستګاوې وېشل شامل دي.
د غزني په ولایت کې ۷۷۰ پروژې پلي کیږي، چې په دغو  پروژو کې بزګرانو او بڼوالو لپاره ممیزخونې جوړول، د پیازو او کچالو زېرمتونونه جوړول او د مېوې د زېرمه کولو په پارصفر انرژۍ سارک سړې خونې جوړول شامل دي. دغه راز ددې طرحې په اډانه کې د سبو او مېوو وچوونکي دستګاوې، چې په لمریزه انرژۍ کار کوي، د غزني  پر بزګرانو او بڼوالو وېشل کیږي.
د بادغیس، بدخشان، سمنګان، غزني او کونړ ولایتونو بزګران، بڼوال او سیمه ییز چارواکي د کرنیزو محصولاتو د مدیریت په پار د کرنې له وزارت څخه مننه کوي او وایي، چې یاد کرنیز بنسټونه د بزګرانو او بڼوالو د تلپاتې اقتصادي ودې لامل کیږي.
د کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت طرحه د کرنې وزارت له خوا چمتو او د ولسمشر محمداشرف غني او عالي اقتصادي شورا له خوا منظور شو.
دغه طرحه، د بڼوالو او بزګرانو اړتیاوو ته په کتو، د دوی لپاره کرنیز بنسټونه جوړوي. بزګران او بڼوال د دغو بنسټونو د جوړولو  یوازې ۱۰ سلنه لګښت ورکوي او ۹۰ سلنه نور لګښت یې د کرنې وزارت له خوا ورکول کیږي.
ددې طرحې په اډانه کې، په بېلابېلو ولایتونو کې بڼوالو او بزګرانو لپاره زرګونه ممیزخونې، د پیازو او کچالو زرګونه زېرمتونونه او د مېوو د ساتنې په پار سلګونه صفر انرژۍ سارک سړې خونې جوړیږي. دغه راز ددې برنامې پر اساس، پر بڼوالو او بزګرانو د مېوو او سبو زر وچوونکي آلې هم وېشل کیږي.
دغه طرحه د روان مالي کال تر پایه په بشپړه توګه عملي کیږي او د پلي کېدو پر وخت او له هغه وروسته زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابروي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۵۳
Background image

رئیس زراعت سمنگان با سرپرست دفتر هیأت معاونت سازمان ملل متحد در افغانستان دیدار کرد

۲۴ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
مفتی هدایت‌الله ولید رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت سمنگان در دفتر کارش با جورجیت گانیون سرپرست دفتر هییت معاونیت سازمان ملل متحد( یونما)  در افغانستان، روبین کلپین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۵۳
Background image

مرغ‌های تخمی و خوراک آن برای خانواده‌های نیازمند در ولسوالی فرزه کابل توزیع شد

۲۴ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کابل در  ولسوالی فرزه با همکاری مؤسسه پژوهش علمی و توسعه جامعه گلوبل برای ۶۰ خانواده‌های نیازمند این ولسوالی، مرغ‌های تخمی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۳۷
Background image

تخم‌های سبزیجات بهاری برای دهقانان ولسوالی زاری بلخ توزیع شد

۲۴ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بلخ از توزیع تخم‌های سبزیجات بهاری برای دهقانان کم‌زمین ولسوالی زاری این ولایت خبر داد.
این برنامه از سوی ACTED با همکاری مدیریت. . .

بازگشت به خبرها