د کرنیزو محصولاتو مدیریت په پار؛ بلخ، خوست او تخار کې د یو زر او ۴۳۲ کرنیزو پروژو چارې پیل شوې

user-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۲/۲۵ - ۲۰:۹
د کرنیزو محصولاتو مدیریت په پار؛ بلخ، خوست او تخار کې د یو زر او ۴۳۲  کرنیزو پروژو چارې پیل شوې


۲۵ غویی ۱۳۹۹
د کرونا په پېر کې د «کرنیزو محصولاتو مدیریت» د پروژې چارې د یوشمېر نورو ولایتونو ترڅنګ د بلخ، خوست او تخار په ولایتونو کې هم پیل شوې. ټاکل شوې، چې ددې برنامې په اډانه کې د کرنې وزارت له خوا په یادو درېوو ولایتونو کې د ۶۸۰ میلونه او ۱۴۹ زره او ۱۳۰ افغانیو په لګښت یو زر او ۴۳۲ کرنیزې پروژې پلی شي. 
بلخ کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې د ۴۰۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۸۲۰ پروژو د پلي کېدو چارې پرون رسماً پیل شوې.
ټاکل شوې، چې د کرنې وزارت په بلخ ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د طرحې په اډانه کې، ۲۰۰ ممیزخونې، د پیازو ۴۰۰ زېرمتونونه، د کچالو ۱۰۰ زېرمتونونه او د مېوې د زېرمه کولو په پار ۲۰ صفر انرژۍ سارک سړې خونې جوړ کړي. دغه راز ددې طرحې په اډانه کې د سبو او مېوو ۱۰۰ وچوونکي دستګاوې، چې په لمریزه انرژۍ کار کوي، د بلخ  پر بزګرانو او بڼوالو وېشل کیږي.
خوست:
د خوست په ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې د ۹۵ میلیونه او ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت د ۲۵۰ پروژو د پلي کېدو چارې د دې ولایت د سیمه ییزو چارواکو په شتون کې پیل شوې.
ټاکل شوې، چې د کرنې وزارت په خوست ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د طرحې په اډانه کې، د پیازو او کچالو ۲۲۰ زېرمتونونه جوړ کړي. دغه راز ددې طرحې په اډانه کې د سبو او مېوو ۳۰وچوونکي دستګاوې، چې په لمریزه انرژۍ کار کوي، پر خوستي بزګرانو او بڼوالو وېشل کیږي.
د خوست د کرنې ریاست وایي، چې دیادو پروژو په پلي کېدو سره دوه زره او ۲۰۰ کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابریږي او په یادو زېرمتونونو کې به دوه زره او ۴۵۰ ټنه پیاز او کچالو وساتل شي.
د خوست ولایت یوتن بزګر سیدالله د کرنې له وزارت  څخه مننه وکړه، چې د بزګرانو لپاره اسانتیاوې برابروي. سیدالله وویل، چې د پیازو او کچالو د زېرمتونونو په جوړولو سره به د بزګرانو کرنیز تولیدات خوندي شي او بزګران به له اقتصادي زیانونو په امن وي.
تخار:
تخار کې هم د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې چارې ددې ولایت د سیمه ییزو چارواکو په شتون کې پیل شوې.
د تخار د کرنې ریاست وایي، چې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د طرحې په اډانه کې تخار لپاره د ۱۷۹ میلیونه او ۶۴۹ زره او ۱۳۰ افغانیو په لګښت ۳۶۲ کرنیزې پروژې پلي کیږي.
د تخار د کرنې ریاست وایي، چې په دغو پروژو کې ۵۰ ممیزخونې، د پیازو ۱۵۰ زېرمتونونه، د کچالو ۱۲۰ زېرمتونونه، د مېوې د زېرمه کولو په پار ۱۰صفر انرژۍ سارک سړې خونې جوړول او پر یوشمېر بزګرانو د مېوو اوسبو د ۳۲ لمریزو وچوونکو دستګاو وېش شامل دي.
د کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت طرحه د بڼوالو او بزګرانو اړتیاوو ته په کتو، د دوی لپاره کرنیز بنسټونه جوړوي. بزګران او بڼوال د دغو بنسټونو د جوړولو  یوازې ۱۰ سلنه لګښت ورکوي او ۹۰ سلنه نور لګښت یې د کرنې وزارت له خوا ورکول کیږي.
ددې طرحې په اډانه کې، په بېلابېلو ولایتونو کې بڼوالو او بزګرانو لپاره زرګونه ممیزخونې، د پیازو او کچالو زرګونه زېرمتونونه او د مېوو د ساتنې په پار سلګونه صفر انرژۍ سارک سړې خونې جوړیږي. دغه راز ددې برنامې پر اساس، پر بڼوالو او بزګرانو د مېوو او سبو زر وچوونکي آلې هم وېشل کیږي.
دغه طرحه د روان مالي کال تر پایه په بشپړه توګه عملي کیږي او د پلي کېدو پر وخت او له هغه وروسته زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابروي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۲۱
Background image

به شماری از  خانواده‌های نیازمند در ولسوالی خاک‌جبار کابل بزهای شیری توزیع شد

۱۱ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کابل با همکاری مؤسسه شلتر فار لایف، برای شماری از خانواده‌های نیازمند در ولسوالی خاک‌جبار بزهای شیری توزیع کرد.
در این برنامه، برای ده. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۳
Background image

نشستی برای مبارزه با آفت حشره‌ای کفشک در ولایت غور برگزار شد

۱۱ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غور به منظور بررسی وضعیت شیوع آفت حشره‌ای کفشک و اتخاذ تدابیر لازم برای کنترول آن، نشست اضطراری برگزار کرد.
این نشست به ریاست مولوی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۸:۴۳
Background image

به ۳۵۰ خانواده در ولسوالی لعل‌پور ولایت ننگرهار کود عضوی توزیع شد

۱۱ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ ذوالحجه ۱۴۴۷ هـ.ق
با هماهنگی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار، اداره غذا و زراعت ملل متحد و با همکاری تخنیکی مؤسسه اکشن‌اید، به ۳۵۰ خانواده در ولسوالی لعل‌پور. . .

بازگشت به خبرها