پکتیا کې ۳۳۰ بزګرانو ته د غوزانو او جلغوزې په برخه کې روزنه ورکول کیږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۲/۱۷ - ۱۴:۳۷
lkl

۱۷ غویي ۱۳۹۹

د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ټولنې په کچه د ځمکې او ځنګلونو د تلپاتې مدیریت پروژې (FAO/GEF) په همکارۍ ددې ولایت د احمد اباد او سیدکرم ولسوالیو ۳۳۰ بزګرانو ته د غوزانو او جلغوزیو د نیالګیو د خړوبولو، څارنې اوساتنې په برخه کې تخنیکي روزنه ورکول کیږي، چې تر دې دمه ۲۰۰ بزګرانو ته روزنه ورکړل شوي دي او ۱۳۰ پاتې بزګران به هم په راتلونکو ورځو کې وروزل شي.

په ورته وخت کې د کرنې وزارت د ټولنې په کچه د ځمکې او ځنګلونو د تلپاتې مدیریت پروژې (FAO/GEF) له خوا د پکتیا د احمد اباد او سیدکرم په ولسوالیو ک د ۵۳ زره او ۱۰۰ نیالګیو په کېنولو سره د غوزانو او جلغوزې ۵۲۵ هکټاره هغه ځنګلونه چې له منځه تللي ول بېرته رغول شوي دي.

ددې ترڅنګ د یادې پروژې له خوا په احمد اباد ولسوالۍ کې د ځنګلونو د مدیریت اووه ټولنې هم جوړې شوي دي، چې هرې ټولنې ته پنځه کورني قوریې، چې ټول یې ۳۵ قوریې کیږي هم جوړې شوي دي.

پکتیا د افغانستان د جلغوزیو او چارمغزو د ځنګلونو له برخمنو ولايتونو څخه دي، چې د دغو ځنګلونو یوه برخه له منځه تللې، خو اوس د کرنې وزارت د جلغوزیو ځنګلونو د بيا رغونې هڅه کوي.

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۷
Background image

معین مالی و اداری وزارت زراعت به ولایت هلمند سفر کرد

۱۷ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی نورالدین عمیر معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در جریان سفر کاری به ولایت هلمند با معاون والی این ولایت دیدار و در مورد تقویت هماهنگی و همکاری. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۴۱
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون بیماری‌های حیوانی در ولایت جوزجان

۱۷ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین تطبیق واکسین‌های بیماری‌های حیوانی در ولایت جوزجان با توزیع ۸۰ هزار دوز واکسین پی‌پی‌آر و واکسین بروسلوز برای گاو، بز و گوسفند آغاز شد.
در این کمپاین، ۸۰ هزار. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۹:۵۷
Background image

رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت با  شماری از تاجران اوزببکستان و روسیه دیدار کرد

۱۷ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه هماهنگی و تخنیکی به رهبری مولوی عبدالعلی عمری رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، با حضور هیئت رهبری اتاق زراعت و مالداری افغانستان. . .

بازگشت به خبرها