پکتیا کې د غوزانو د ځنګلونو د بیارغونې په پار هلې ځلې

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱/۱۸ - ۱۶:۲۱
پکتیا کې د غوزانو د ځنګلونو د بیارغونې په پار هلې ځلې


۱۸ وری ۱۳۹۹
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې دوی په دې ولایت کې د غوزانو «چهارمغزو» د ځنګلونو د بیارغونې په پار هلې ځلې کوي او د دغو ځنګلونو د بیارغونې په پار یې د ۵۲ زره نیالګیو د وېش لړۍ پیل کړی دی او ترڅنګ یې په دې ولایت کې د جلغوزې او غوزانو قوریې هم جوړې کړي دي.
په هغه غونډه کې، چې د یادو نیالګیو د وېش په موخه جوړه شوې وه، د پکتیا مرستیا والي عبدالولي سهي، د کرنې رییس محمدالدین مومند، د چاپېریال ساتنې رییس انجنیر بهیرګل صابري، سیمه ییزو چارواکو او د سیمې یوشمېر مشران ګډون درلود.
دغه نیالګي د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست اړوند د ځمکې او ځنګلونو د تلپاتې مدیریت پروژې له لورې د پکتیا ولایت په احمد اباد او سیدکرم ولسواليو کې کېنول کیږي.
د پکتیا مرستیال والي عبدلولي سهي په خپلو خبرو کې په يادو ولسواليو کې د چهارمغزو د کېنولو پروژه يوه بنسټیزه او اړینه پروژه ياده کړه او ويې ويل چې د ځنګلونو په بیارغونه او پراختیا کې به مهم رول ولوبوي. ښاغلي سهي له بزګرانو وغوښتل چې د نیالګیو  ښه پالنه او ساتنه وکړي.
په ورته وخت کې د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس انجنیر محمدالدین مومند په خپلو خبرو کې وویل، چې د يادو نیالګيو له ډلې څخه ۲۳۰۶۰ نیالګي یې د احمد اباد په ولسوالۍ  کې او ۲۸۹۴۰ نیالګي یې د سیدکرم په ولسوالۍ کې کېنول کيږي، چې له امله به يې ۲۶۰۰ جریبه سیمه بیا ورغول شي.
په ورته وخت کې د کرنې وزارت د ټولنې په کچه د ځمکې او ځنګلونو د تلپاتې مدیریت پروژې (FAO/GEF)   له خوا د پکتیا د احمد اباد ولسوالۍ ۳۵ تنه قوریه لرونکي د ځنګلونو د ښه مدیریت، ساتنې او بیارغونې په برخه کې روزل شوي دي.
 ددې ترڅنګ د یادې پروژې له خوا په احمد اباد ولسوالۍ کې د ځنګلونو د مدیریت اووه ټولنې هم جوړې شوي دي، چې هرې ټولنې ته پنځه کورني قوریې، چې ټول یې ۳۵ قوریې کیږي هم جوړې شوي دي.
پکتیا د افغانستان د جلغوزیو او چارمغزو د ځنګلونو له برخمنو ولايتونو څخه دي، چې د دغو ځنګلونو یوه برخه له منځه تللې، خو اوس د کرنې وزارت د جلغوزیو ځنګلونو د بيا رغونې په هڅه کې دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

اشتراک معین زراعت و مالداری در افتتاح و بهره‌برداری سردخانه نور هیواد در کابل

۲۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در مراسم افتتاح و بهره‌برداری سردخانه نور هیواد در منطقه خوشحال‌خان شهر کابل اشتراک کرد.
در. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۲
Background image

توزیع ماشین‌های پشم‌ریسی برای ۴۵۰ زن در ولایت غزنی

۲۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غزنی به همکاری کمیته هالند برای ۴۵۰ تن از زنان در مرکز این ولایت و ولسوالی قره‌باغ ماشین‌های پشم‌ریسی توزیع کرد.
این برنامه به. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

توزیع تخم‌های اصلاح‌شده و کود کیمیاوی به‌منظور ایجاد کشتزارهای نمایشی در ولایت غزنی

۲۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غزنی به‌منظور افزایش حاصلات زراعتی، ترویج استفاده از تخم‌های اصلاح‌شده و گسترش روش‌های معیاری زراعت، برای ۱۸ دهقان در مرکز این. . .

BACK TO NEWS