پکتیکا کې ۸۰ مالدارانو ته د لبنیاتو د پروسس او لېږد اړین وسایل ووېشل شول

qiam_amin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۴:۱۶
پکتیکا کې ۸۰ مالدارانو ته د لبنیاتو د پروسس او لېږد اړین وسایل ووېشل شول

۲۰ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۳۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اړیکو دفتر مؤسسې له لوري د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د ګاري او سکړان کلیو او د یوسف‌خېلو ولسوالۍ په لاندني زمري‌کوټ، پورتني زمري‌کوټ، بوخان‌خېل، ابده، رشکي او جرکني کلیو کې، چې د اتو واټرشیډونو اړوند دي، ټولټال ۸۰ مالدارانو ته د شېدو د پروسس او لېږد اړین وسایل ووېشل شول.

د یادې مرستې په لړ کې هرې مستحقې مالدارې کورنۍ ته د لبنیاتو د پروسس، راټولولو او لېږد په موخه دوه د ګاز سلنډرونه، یوه د ګاز بخارۍ، پنځه د شېدو د راټولولو لوښي، دوه د پخلي دیګونه، یوه د مستو او کوچو جوړولو ماشین (چرڼۍ)، دوه د شېدو د لېږد لوښي، پنځه د شېدو د چاڼولو سیمي جالۍ، څلور د شېدو د ګډولو وسایل، دوه بوتله د لاسونو ضدعفوني مایع او دوه بستې ماسکونه ورکړل شوي دي.

د یادو وسایلو د وېش بهیر د پکتیکا ولایت د اقتصاد ریاست او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د استازو او همکارانو په حضور کې ترسره شو.

د دې مرستې اساسي موخه د مالدارانو د کاري وړتیا لوړول، د لبنیاتو د پروسس او لېږد بهیر اسانه کول، د شیدو او لبنیاتو د کیفیت ښه‌والی او د زیانمنو کورنیو د اقتصادي وضعیت پیاوړتیا ده.

تمه ده، چې د یادو وسایلو په کارولو سره به په اړوندو سیمو کې د لبنیاتو د پروسس او بازار ته د لېږد فعالیتونه پراخ، د مالدارانو عواید زیات او د هغوی د اقتصادي ځان‌بسیاینې لپاره به لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۵:۱۳
Background image

آغاز کشت نبات طبی شیرین‌بویه در فارم ۵۰۰ جریبه بهارک تخار

۲۰ عقرب ۱۴۰۵ هـ.ش

روند کشت مستقیم نبات طبی شیرین‌بویه در فارم ۵۰۰ جریبه ولسوالی بهارک ولایت تخار از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری آن ولایت آغاز شده است.

این برنامه با استفاده از. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۵:۱۳
Background image

اشتراک رئیس زراعت بغلان در برنامه آگاهی‌دهی برای تاجران و تولیدکنندگان

۲۰ عقرب ۱۴۰۵ هـ.ش

مولوی حیات‌الله زرقاوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بغلان در برنامه آگاهی‌دهی برای تاجران، سرمایه‌گذاران، صنعت‌کاران و تولیدکنندگان این ولایت اشتراک کرد.

هدف. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۵:۱۲
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون ۵۲۳ هزار رأس حیوان در برابر بیماری دهن و پا در ننگرهار

۲۰ عقرب ۱۴۰۵ هـ.ش

ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار با همکاری مالی سازمان خوراک و زراعت ملل متحد، کمپاین واکسیناسیون حدود ۵۲۳ هزار رأس حیوان بزرگ و کوچک نشخوارکننده را در. . .

BACK TO NEWS