د کرنیزو څېړنو او مسلکي روزنې په موخه د خوست د جوارسل په څېړنیز فارم کې فعالیتونه ترسره شول
۱۹ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنیزو څېړنو پیاوړتیا، د اصلاح شویو تخمونو د تولید زیاتوالي او د کرنې او وترنرۍ م زده کړیالانو د مسلکي مهارتونو لوړولو په موخه، د خوست ولایت د جوارسل په څېړنیز فارم کې د غنمو د اصلاح شویو تخمونو د تولید او عملي زده کړو چارې ترسره کېږي.
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو امریت د تحقیڅېړنیو لوی مدیریت تر چتر لاندې، د جوارسل په څېړنیز فارم کې د اصلاح شویو غنمو تخمونو د تولید او محصلینو ته د عملي زده کړو د وړاندې کولو په برخه کې یو لړ فعالیتونه ترسره شوي دي.
د اصلاح شویو غنمو تخمونو د تولید په برخه کې د جوارسل په څېړنیز فارم کې پر اته جریبه ځمکه د ځمکې د چمتو کولو چارې ترسره شوې، چې له دې جملې څخه پر پنځو جریبه ځمکه د غنمو اصلاح شوي تخمونه هم کرل شوي دي.
همدارنګه، د مرکز او ولسوالیو د کرنې او وترنرۍ پوهنځیو محصلینو ته د عملي زده کړو (پراکتیک) د دورې په ترڅ کې د ځمکې د هوارولو (لېولینګ) او قطاري کرنې په برخو کې عملي زده کړې ورکړل شوې، څو د دغو کرنیزو تخنیکونو په اړه لازم عملي مهارتونه او کاري تجربه ترلاسه کړي.
د یادو فعالیتونو موخه د اصلاح شویو تخمونو د تولید او پراختیا ترڅنګ، د کرنیزو څېړنو پیاوړتیا، د عصري او معیاري کرنیزو تخنیکونو دودول او د کرنې او وترنرۍ د محصلینو د عملي ظرفیت لوړول دي.
د یادونې وړ ده، چې څېړنیز فارمونه د اصلاح شویو تخمونو د تولید، د نویو کرنیزو تخنیکونو د ازمېښت او د کرنیزو مسلکي کادرونو د عملي روزنې په برخه کې مهم رول لري.
