کندهار کې د لمپي سکین، خارجي پرازیتونو او کانګو ناروغیو پر وړاندې نږدې ۴۰۰ زره څاروي تر پوښښ لاندې نیول شوي

qiam_amin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۲:۵۰
کندهار کې د لمپي سکین، خارجي پرازیتونو او کانګو ناروغیو پر وړاندې نږدې ۴۰۰ زره څاروي تر پوښښ لاندې نیول شوي

۱۹ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۲۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د څارویو د روغتیا ساتنې، د ساري ناروغیو د خپرېدو مخنیوي او د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا په موخه، د کندهار ولایت په ښار او ولسوالیو کې پراخ وقایوي کمپاینونه ترسره شوي، چې په ترڅ کې یې نږدې ۴۰۰ زره لوی او کوچني څاروي د بېلابېلو ناروغیو پر وړاندې واکسین او درملنه شوي دي.

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د دغه ریاست د مالدارۍ آمریت تر څارنې لاندې، د کندهار ښار او ۱۷ ولسوالیو کې د لمپي سکین ناروغۍ او د کندهار ښار او اتو ولسوالیو کې د خارجي پرازیتونو او کانګو ناروغۍ د مخنیوي په موخه وقایوي کمپاین ترسره شوی دی.

د کندهار دکرنې ریاست د مالدارۍ آمریت ډاکټر قدرت‌الله حنفي وایي، په یاد کمپاین کې د شورابک او ریګستان ولسوالیو پرته د کندهار په ټولو ولسوالیو کې ۲۱۸ زره لوی څاروي د لمپي سکین ناروغۍ د مخنیوي په موخه واکسین شوي دي.

نوموړی زیاتوي، چې په اتو ولسوالیو کې شاوخوا ۱۸۰ زره لوی او کوچني څاروي د خارجي پرازیتونو پر وړاندې واکسین او درمل شوي او ترڅنګ یې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي په موخه د غواګانو پر پنځو زرو فارمونو دواپاشي هم ترسره شوې ده.

د نوموړي په وینا، د دغو کمپاینونو موخه د مالدارانو اقتصادي ملاتړ، د څارویو د احتمالي ناروغیو پر وړاندې د وقایوي تدابیرو نیول، د مالدارۍ سکتور سالمه وده، د څارویو د مړینې کچې راټیټول، له څارویو څخه انسانانو ته د ناروغیو د لېږد مخنیوی او د چاپېریال روغتیا ساتنې ته پاملرنه ده.

د کندهار دکرنې ریاست د مالدارۍ آمریت همدارنګه خبر ورکوي، چې د روانې اوونۍ په ترڅ کې به د طبق ناروغۍ د مخنیوي لپاره هم وقایوي کمپاین پیل کړي، چې په ترڅ کې به یې لسګونه زره لوی څاروي د دغې خطرناکې ناروغۍ پر وړاندې واکسین شي.

د یادونې وړ ده، چې د څارویو پر وړاندې د وقایوي واکسینونو او روغتیایي خدمتونو وړاندې کول د مالدارۍ د ودې، د څارویو د ناروغیو د کنټرول او د مالدارانو د اقتصادي زیانونو د مخنیوي په برخه کې مهم رول لري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۵:۱۳
Background image

آغاز کشت نبات طبی شیرین‌بویه در فارم ۵۰۰ جریبه بهارک تخار

۲۰ عقرب ۱۴۰۵ هـ.ش

روند کشت مستقیم نبات طبی شیرین‌بویه در فارم ۵۰۰ جریبه ولسوالی بهارک ولایت تخار از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری آن ولایت آغاز شده است.

این برنامه با استفاده از. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۵:۱۳
Background image

اشتراک رئیس زراعت بغلان در برنامه آگاهی‌دهی برای تاجران و تولیدکنندگان

۲۰ عقرب ۱۴۰۵ هـ.ش

مولوی حیات‌الله زرقاوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بغلان در برنامه آگاهی‌دهی برای تاجران، سرمایه‌گذاران، صنعت‌کاران و تولیدکنندگان این ولایت اشتراک کرد.

هدف. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۵:۱۲
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون ۵۲۳ هزار رأس حیوان در برابر بیماری دهن و پا در ننگرهار

۲۰ عقرب ۱۴۰۵ هـ.ش

ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار با همکاری مالی سازمان خوراک و زراعت ملل متحد، کمپاین واکسیناسیون حدود ۵۲۳ هزار رأس حیوان بزرگ و کوچک نشخوارکننده را در. . .

BACK TO NEWS