لغمان کې ۳۵ بزګرانو ته د غنمو او لوبیا د ننداریزو کروندو لپاره کرنیز توکي ووېشل شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۸:۵۲
لغمان کې ۳۵ بزګرانو ته د غنمو او لوبیا د ننداریزو کروندو لپاره کرنیز توکي ووېشل شول

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې، ۳۵ تنو بزګرانو ته د غنمو او لوبیا د ننداریزو کروندو د جوړولو په موخه اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرې، کرنیز توکي او نغدي مرسته ووېشل شول.
د یاد پروګرام موخه د غنمو او لوبیا د حاصلاتو زیاتوالی، د اصلاح شوو تخمونو او معیاري کرنیزو طریقو دودول او بزګرانو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابرول دي.
د یاد پروګرام له مخې، د غنمو د ننداریزې کروندې هر بزګر ته ۱۶ کیلوګرامه اصلاح شوی د غنمو تخم، ۵ کیلوګرامه سپینه کیمیاوي سره، ۲۵ کیلوګرامه توره کیمیاوي سره او د ځمکې د چمتو کولو لپاره ۱۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه.
همدارنګه، د لوبیا د ننداریزې کروندې هر بزګر ته ۲۰ کیلوګرامه اصلاح شوی د لوبیا تخم، ۱۰ کیلوګرامه سپینه کیمیاوي سره، ۲۰ کیلوګرامه توره کیمیاوي سره او د ځمکې د چمتو کولو لپاره ۱۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.
د مرستو د وېش لړۍ د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ  رییس مولوي سلیمان ایمن له لوري پیل شوه.
د کرنې رییس مولوي سلیمان ایمن وویل، چې یادې ننداریزې کروندې به د نوې کرنیزې ټکنالوژۍ، اصلاح شوو تخمونو او معیاري کرنیزو طریقو په کارولو سره جوړې شي، څو د غنمو او لوبیا حاصلات زیات او نورو بزګرانو ته د نوو کرنیزو میتودونو د عملي زده‌کړې زمینه برابره شي.
نوموړي همدارنګه بزګرانو ته د قطاري کرنې د اهمیت په اړه مسلکي لارښوونې وکړې، هغوی یې د عصري کرنې کارولو ته وهڅول او سپارښتنه یې ورته وکړه، چې وېشل شوي کرنیز توکي د یاد ریاست د مسلکي ټیم د لارښوونو او مشورو له مخې په خپلو کروندو کې وکاروي.
د یادونې وړ ده، چې ننداریزې کروندې د نوو کرنیزو تخنیکونو، اصلاح شوو تخمونو او معیاري کرنیزو طریقو د عملي ښودنې لپاره جوړېږي. دغه کروندې نه یوازې د حاصلاتو د زیاتوالي په برخه کې مرسته کوي، بلکې بزګرانو ته د نوو کرنیزو میتودونو د عملي زده‌کړې او په خپلو کروندو کې د هغو د پلي کولو زمینه هم برابروي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۰:۲۸
Background image

امضای تفاهم‌نامه همکاری میان پوهنتون فراه و ریاست زراعت این ولایت

۵ عقرب ۱۴۰۵ هـ.ش
تفاهم‌نامه همکاری میان ریاست پوهنتون فراه و ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت به‌منظور تقویت همکاری‌های علمی و مسلکی و گسترش فعالیت‌های تحقیقاتی و عملی در بخش. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۰:۱۵
Background image

آموزش دهاقین و باغداران در سه ولسوالی ولایت پروان

۵ عقرب ۱۴۰۵ هـ.ش
کارمندان بخش حفاظه نباتات و قرنطین ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پروان به همکاری مدیریت‌های خدمات زراعتی ولسوالی‌ها در جریان هفته گذشته برنامه‌های آموزشی را برای. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۹:۴۷
Background image

برگزاری نشست هماهنگی به منظور برگزاری نمایشگاه خزانی محصولات زراعتی و مالداری

نشستی به منظور ایجاد هماهنگی میان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مؤسسات همکار برای برگزاری نمایشگاه خزانی محصولات زراعتی و مالداری، به سرپرستی مولوی احمدالله اتل رییس پلان و پالیسی و. . .

BACK TO NEWS