آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور
۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوثالدین قانع رئیس دفتر و سرپرست مقام ولایت غور، مولوی محمود مظلوم رئیس اراضی، مولوی حسین مدنی رئیس عمومی منابع طبیعی و مولوی حمیم صادقی رییس انسجام پروژههای استملاکی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری نیز حضور داشتند.
سرپرست مقام ولایت غور گفت که این روند بر اساس حکم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله و بهمنظور سروی، تثبیت و تشخیص علفچرها و رسیدگی به مشکلات موجود در این بخش راهاندازی شده است. وی افزود که به همین منظور هفت تیم تخنیکی به سرپرستی مولوی خلیل متخصص تصفیه ریاست تصفیه و تثبیت حق مالکیت زمین به این ولایت اعزام شدهاند و اداره محلی و مسئولان ذیربط در مرکز و ولسوالیها با این تیمها همکاری خواهند کرد.
در ادامه مولوی محمود مظلوم رئیس عمومی اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری پیرامون اهداف و چگونگی فعالیت تیمهای تخنیکی معلومات ارائه کرد و خواهان همکاری مسئولان محلی و سایر ادارات ذیربط در روند سروی و تثبیت علفچرها شد.
همچنان مسئولان ریاستهای زراعت، نظارت و تعقیب فرامین و احکام و عدلیه ولایت غور چالشهای موجود در این زمینه را مطرح کرده و بر همکاری همهجانبه با تیمهای تخنیکی تأکید کردند.
این روند بهمنظور شناسایی و تثبیت علفچرها و رسیدگی به مشکلات مربوط به آن در ولایت غور راهاندازی شده است.
غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو
۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمهییزې ادارې د چارواکو په ګډون ترسره شوه.
په دې غونډه کې د غور ولایت د مقام د دفتر رییس او سرپرست مولوي غوثالدین قانع، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم، د قدرتي سرچینو لوی رییس مولوي حسین مدني او د استملاکي پروژو د انسجام رییس مولوي حمیم صادقي هم ګډون کړی و.
د غور ولایت د مقام سرپرست وویل، چې دغه بهیر د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د حکم پر بنسټ، د څړځایونو د سروې، تثبیت او تشخیص او په دې برخه کې د شته ستونزو د هواري په موخه پیل شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې د همدې موخې لپاره د ځمکو د تصفیې او د مالکیت حق د تثبیت ریاست د تصفیې متخصص مولوي خلیل په مشرۍ اووه تخنیکي ټیمونه دغه ولایت ته استول شوي دي. هغه ټینګار وکړ، چې سیمهییزه اداره او اړوند مسؤلین به په مرکز او ولسوالیو کې له دغو ټیمونو سره بشپړه همکاري وکړي.
ورپسې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم د تخنیکي ټیمونو د فعالیتونو د موخو او څرنګوالي په اړه معلومات وړاندې کړل او د څړځایونو د سروې او تثبیت په بهیر کې یې د سیمهییزو مسؤلینو او نورو اړوندو ادارو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
همدارنګه، د غور ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، د فرمانونو او حکمونو د څارنې او تعقیب او عدلیې ریاستونو مسؤلینو په دې برخه کې شته ستونزې او ننګونې مطرح کړې او له تخنیکي ټیمونو سره یې پر هر اړخیزې همکارۍ ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده، چې دغه بهیر په غور ولایت کې د څړځایونو د پېژندنې، سروې او تثبیت او ورسره د تړلو ستونزو د هواري په موخه پیل شوی دی.
