میدان وردګو کې یوشمېر بزګرانو ته د ننداریزو کروندو د جوړولو په موخه اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۲۳
میدان وردګو کې یوشمېر بزګرانو ته د ننداریزو کروندو د جوړولو په موخه اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۲۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۱۵ بزګرانو ته د ننداریزو کروندو د جوړولو، د اصلاح شویو تخمونو د ترویج او د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي په موخه اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرې او د کتاري کښت اړوند لګښتونه ووېشل شول.
دغه مرستې د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت له لوري د یاد ولایت د مرکز په ګډون په بېلابېلو ولسوالیو کې پر ۱۵ تنو بزګرانو ووېشل شوې، چې موخه یې د کرنې د عصري لارو چارو دودول، د اصلاح شویو تخمونو کارونې ته د بزګرانو هڅول او د ننداریزو کروندو له لارې د کرنیزو تولیداتو د کیفیت او کمیت لوړول دي.
د میدان وردګو د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، د دغو مرستو په ترڅ کې هر بزګر ته د ننداریزې کروندې د جوړولو او په کتاري بڼه د کښت ترسره کولو لپاره اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرې او د کښت اړوند لګښتونه برابر شوي، څو د کرنې نوې او اغېزمنې طریقې په عملي ډول وازمویل شي او نور بزګران هم د دغو طریقو کارولو ته وهڅول شي.
د یاد ریاست مسؤلین وایي، هڅه کوي چې د دغه ولایت بزګران له دودیزې کرنې څخه عصري او پرمختللې کرنې ته وهڅوي او د اصلاح شویو تخمونو، نویو کرنیزو ورایټیو او پرمختللو کرنیزو طریقو د ترویج له لارې د بزګرانو تولیدي وړتیا لوړه کړي، څو هغوی وکولای شي په لږ وخت، کم لګښت او محدوده کرنیزه ځمکه کې زیات او باکیفیته حاصلات ترلاسه کړي.
د یادونې وړ ده، چې ننداریزې کروندې د کرنې د عصري لاروچارو د ترویج او بزګرانو ته د عملي زده‌کړو د وړاندې کولو یوه اغېزمنه وسیله بلل کېږي. په دغو کروندو کې د اصلاح شویو تخمونو، کتاري کښت، د کیمیاوي سرو د مناسبې کارونې او نورو غوره کرنیزو طریقو پایلې په عملي ډول نندارې ته وړاندې کېږي، څو بزګران د دودیزو او عصري کرنیزو طریقو ترمنځ توپیر وپېژني او په خپلو کروندو کې له اغېزمنو طریقو ګټه واخلي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي، د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د ښه والي او د خوړو خوندیتوب د پیاوړتیا په موخه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د اصلاح شویو تخمونو د ترویج، د ننداریزو کروندو د جوړولو او د عصري کرنیزو لاروچارو د عامولو هڅې کوي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۰:۵۴
Background image

آغاز برنامه آموزشی مراسلات اداری و مدیریت دفترداری در نیمروز

۲۱ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
برنامه آموزشی سه‌روزه در زمینه مراسلات اداری و مدیریت دفترداری با اشتراک کارمندان مرکز و ولسوالی‌های ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت نیمروز برگزار شد.
این برنامه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۰:۴۸
Background image

نظارت از فعالیت‌های پروژه تاب‌آوری اقتصادی در ولسوالی اشکاشم بدخشان

۲۱ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
تیم نظارتی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بدخشان از فعالیت‌های پروژه تاب‌آوری اقتصادی با حمایت بنیاد آقاخان در ولسوالی اشکاشم نظارت و ارزیابی کرد.
این هیأت از. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۲۴
Background image

توزیع وسایل زراعتی برای ۳۵ تن از سبزیکاران در شبرغان

۲۱ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت جوزجان به‌منظور ترویج استفاده از وسایل زراعتی نوین و گسترش سیستم آبیاری قطره‌ای برای ۳۵ تن از دهاقین سبزیکار در قریه‌های مرکز. . .

BACK TO NEWS