د ننګرهار ګوشتې ولسوالی کې د ځنګلونو د ساتنې او غیرقانوني قطعې د مخنیوي په موخه ناسته ترسره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۲۶
د ننګرهار ګوشتې ولسوالی کې د ځنګلونو د ساتنې او غیرقانوني قطعې د مخنیوي په موخه ناسته ترسره شوه

۱۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ګوشتې ولسوالی د ځنګلونو مدیریت مسؤلینو د ګوشتې ولسوالی د دوړ خېلو او خوګا خېلو کلیو له قومي مشرانو او ځوانانو سره د ځنګلونو د ساتنې، د غیرقانوني ونو د قطعې د مخنیوي او د قدرتي سرچینو د خوندي ساتلو په موخه ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې د ځنګلونو د دوامدارې څارنې، د ونو د غیرقانوني قطعې او د لرګیو د ناقانونه انتقال د مخنیوي په اړه لازمې سپارښتنې او مشورې شریکې شوې.
همدارنګه، سیمه‌ییزو خلکو ته د ځنګلونو د ارزښت، ګټو او د چاپېریال په ساتنه کې د هغوی د مهم رول په اړه لازم معلومات ورکړل شول.
قومي مشرانو د ځنګلونو د ساتنې په برخه کې خپله همکاري څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ چې د ځنګلونو د ساتنې او دوامدارې څارنې په برخه کې به له مسؤلینو سره ګډ کار کوي، څو دغه طبیعي شتمني له زیان او غیرقانوني استفادې څخه خوندي پاتې شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱
Background image

رئیس جدید ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کندهار معرفی و کارش را آغاز کرد

 

۱۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی عبدالرازق ابوالامین به‌عنوان رئیس جدید ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار تعیین گردید و طی یک نشست رسمی به کارمندان این ریاست معرفی شد.
این تعیینات. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۱:۲۴
Background image

برگزاری ورکشاپ آگاهی‌دهی در مورد مدیریت همه‌جانبه نباتات طبی در غور

۱۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غور ورکشاپ آگاهی‌دهی در مورد مدیریت همه‌جانبه نباتات طبی را با اشتراک ده‌ها تن از باشندگان محل در قریه سیاه‌چوب ولسوالی دولینه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۵۷
Background image

توزیع ۷۹ بسته کمکی وسایل مالداری برای مالداران در ولسوالی الفاروق غور

۱۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۷۹ بسته کمکی وسایل و تجهیزات مالداری از سوی مؤسسه ACF، با هماهنگی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غور و سایر ادارات ذی‌ربط، برای مالداران در شش قریه این ولسوالی. . .

BACK TO NEWS