د ننګرهار اچین کې د ځنګلونو د ساتنې او غیرقانوني قطعې د مخنیوي په موخه ناسته ترسره شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۲:۱۴
د ننګرهار اچین کې د ځنګلونو د ساتنې او غیرقانوني قطعې د مخنیوي په موخه ناسته ترسره شوه ۱۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش ۲۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د اچین ولسوالی د ځنګلونو مدیریت مسؤلینو د اچین ولسوالی د عبدالخیلو کلي له قومي مشرانو سره د ځنګلونو د ساتنې، د غیرقانوني ونو د قطعې د مخنیوي او د طبیعي زیرمو د خوندي ساتلو په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د ځنګلونو د دوامدارې څارنې، د ونو د غیرقانوني قطعې او د لرګیو د ناقانونه انتقال د مخنیوي په اړه لازمې سپارښتنې او م

۱۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د اچین ولسوالی د ځنګلونو مدیریت مسؤلینو د اچین ولسوالی د عبدالخیلو کلي له قومي مشرانو سره د ځنګلونو د ساتنې، د غیرقانوني ونو د قطعې د مخنیوي او د طبیعي زیرمو د خوندي ساتلو په موخه ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې د ځنګلونو د دوامدارې څارنې، د ونو د غیرقانوني قطعې او د لرګیو د ناقانونه انتقال د مخنیوي په اړه لازمې سپارښتنې او مشورې شریکې شوې.
همدارنګه، سیمه‌ییزو خلکو ته د ځنګلونو د ارزښت، ګټو او د چاپېریال په ساتنه کې د هغوی د مهم رول په اړه لازم معلومات ورکړل شول.
قومي مشرانو د ځنګلونو د ساتنې په برخه کې خپله همکاري څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ چې د ځنګلونو د ساتنې او دوامدارې څارنې په برخه کې به له مسؤلینو سره ګډ کار کوي، څو دغه طبیعي شتمني له زیان او غیرقانوني استفادې څخه خوندي پاتې شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۹
Background image

در فیض‌آباد دو مرکز عرضه و فروش محصولات لبنی ایجاد و تجهیز شد

۱۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
به‌منظور توسعه زنجیره ارزش محصولات لبنی، بهبود عرضه محصولات باکیفیت و حمایت از اشتغال‌زایی و توانمندسازی اقتصادی خانواده‌ها، دو مرکز عرضه و فروش محصولات لبنی در شهر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۸:۴۸
Background image

توزیع گاوهای شیرده برای ۵۰ خانواده زلزله‌زده در کنر

۱۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
در کنر، روند حمایت از خانواده‌های زلزله‌زده به‌منظور بازسازی زندگی و تقویت معیشت آنان در بخش مالداری ادامه دارد. در ادامه این روند، در چارچوب پروژه «بازسازی زندگی. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۳:۶
Background image

دیدار رئیس زراعت هرات با هیئت رهبری اتحادیه زعفران افغانستان

۱۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
شیخ مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات با هیئت رهبری اتحادیه زعفران افغانستان دیدار و درباره وضعیت کشت و تولید زعفران، فعالیت‌های اتحادیه. . .

BACK TO NEWS